ټوڼي ټان؛ ایسکریم پلورونکی چې میلیاردر شو


د نړۍ تر ټولو شتمن کس بېل ګېټس وايي ستاسې نا راضي مشتریان ستره پانګه ده. د هر ډول کاروبار د پانګې سرچینه مشتریان وي. د همدې مشتریانو لږ لږ پیسې دي چې تاسې تر میلیادرۍ رسولی شي، خو له خلکو د پیسو اخیستل اسانه هم نه دي. یوازې د غوره خدمتونو او ښو تولیداتو له لارې دا چاره شونې ده.
فیلیپیني میلیاردر « ټوڼي ټان کاکټیونګ» د مشتریانو په مشوره د خپلو فعالیتونو د پراخولو له برکته میلیادر شوی دی.
نوموړی د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د چین په فوجیان کې زېږېدلی. کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له کبله فیلپین ته کډواله شوه.
ټوني ټان تر لومړنیو زده کړو وروسته د سنټو ټوماس په پوهنتون کې د کیمیا برخه ولوسته.
د پوهنتون تر بشپړولو وروسته یې دنده واخیسته. یوه ورځ له خپلو همکارانو سره د باندې د ایسکریم خوړولو لپاره د منګولیايي ایسکریمو یوې هټۍ ته ولاړ. د ایسکریم خوړولو پر مهال متوجه شو چې دغه کار ډېر ګټور دی. کور ته له راستنېدو سره سم یې له خپلې کورنۍ یوه اندازه پیسې واخیستې او د ایسکریمو دوې هټۍ یې ورباندې پرانیستې.
په چټکۍ یې کار پراختیا وکړه او په لږ وخت کې یې کارونه سم شول. مشتریانو یې مشوره ورکړه چې دوی ټول عمر یوازې ایسکریم نه شي خوړلی، له همدې کبله دې نورو خوراکي توکو ته هم مخه کړي.
له همدې مشورې سره سم یې د برګرو، ساندویېچو او نورو خوړو پلور ته مخه کړه. د خپلو فعالیتونو د پراختیا پر مټ یې له ایسکریم خانې پیل کړی کاروبار د رسټورانټونو پر یوه ستره شبکه بدل کړ چې له برکته یې نوموړی نن میلیاردر دی.
رسنۍ وايي د « جولوبي» په نوم د رسټورانټونو دغه شبکه په اسیا کې د فسټ فوډ تر ټولو رسټورانټونو په چټکۍ د ودې په حال کې ده.
دا شبکه اوس په نړۍ کې ۳۰۰۰ څانګې لري او ګڼ کسان په کار ورسره بوخت دي. مشر یې اوس د ټوني ورور دی.
دغه کمپنۍ په اسیا کې د رسټورانټونو د مشهورې شبکې مکډونالډ تر ټولو ستر سیال بلل کېږي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ د ۱۳ مې نېټې د شمېرو له مخې د ټوڼي ټان پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په فیلیپین کې اتم ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ