که غوښه  ونه خورئ، څه به درپېښ شي؟

 
په انګلستان کې یوه څیړنیزه سروی وايي: درېيمه برخه  انګریزانو (۲۹٪)  تېر کال  دغوښې خوړل کم کړي دي، ۹٪ نور  وايي: موږ پریکړه کړې ده، چې دغوښې له خوړو بیخي لاس واخلو، ۳٪  اوس یوازې سبزي/ ترکاري خوري.
کارپوهان وايي: که چیرې انسانان دغوښې له خوړولو لاس واخلي او په ورځني ژوند کې له سبزۍ/ ترکارۍ څخه کار واخلي نو په ژوند کې به یې لاندې بدلون رامنځته شي.
۱- وزن به لاسه ورکړئ
ډیری څیړنې وايي: هغه  کسان، چې غوښه نه خوري دوی په منځنۍ کچه  4.5 ګیلو ګرامه وزن له لاسه ورکړی دی، پرته له دی، چې خپله کالري وڅاري یا د سپورت وخت ډیر کړي.
۲- دکولمو بکتریا بدلیږي
متل وايي: ته یې نه خورې، دا خبره له هاضمې له سیستم سره تړلې ده، څیړنه، چې د هغو کسانو،چې غوښه خوري او هغه ،چې یوازې سبزي خوري ترمنځ دکولمو دبکتریا په اړه ترسره شوې ده وايي:  دنباتي رژیم څښتن له نورو سره   درې اختلافه لري: تر ټولو مهم یې دادی، چې د دوی دکولمو بکتریا  دنورو هغو په پرتله  ډیر خوندي وي.
۳-  انرژي لرونکي مواد مو پوره کوي
که متوازن نباتي رژیم  ونیول شي ټولې هغه نیمګړتیاوې پوره کیږي، چې  تاسې ورته اړتیا لري، دا به یو څه سخته وي، چې وسپنه ، ویټامین ډی یا ویټامین ۱۲ در په برخه کړي، دغذايي چارو کارپوهان وايي: دا مهال کېدای شي سړی یو څه  لوبیا، دال ، وچه میوه، سبزي وخوري.
۴- دسرطان مخنیوی کوي.
اوس څرګنده شوې ده، چې سره غوښه  داسې ځانګړنې لري، چې دسرطان لامل وګرځي، په ځانګړې توګه  شرکتي غوښه ، چې  دڅو اونیو لپاره په یخچالي موټرونو کې له یوه ځایه بل ځای ته لیږدول کیږي، ډاکتران وايي:۱۸٪ ددی امکان شته، چې سره غوښه د کولمو دسرطان لامل وګرځي.