څېړنه : ښه مزاج عمر اوږدوي.

 
فرانسوي څیړونکو دا ځل د انسان دښه مزاج  او  روغتیايي وضعیت، عمر اوږدوالي ترمنځ دتړاو په اړه څېړنه کړې ده.
دا څېړنه دفرانسې په مونبلییه پوهنتون کې ترسره شوې ده او استادان وايي: درښتیني عمر کلونه مهم نه دي، بلکې مهم هغه  شمېر او عمر دی، چې انسان یې احساس کوي.
په دې څیړنه کې ۱۰ زره کسانو، چې عمرونه یې د ۲۴- ۱۰۲ کلونو ترمنځ وو برخه اخستې ده ، استادانو له هر کس څخه پوښتنه کړې ده.
هغه عمر مو څومره دی، چې احساس یې کوې؟  پردې سربېره دڅیړنې ګډونوالو باید دهغو ناروغیو یادونه هم وکړي، چې ورڅخه ځوریږي، ددې تر څنګ  دوی باید هغه فارم هم ډک کړې وي، چې دخپګان کچه مو څومره ده؟
څیړنو ښودلې ده، چې هغه کسان، چې دخپل رښتیني عمر څخه زیات احساس کوي، له ژوند څخه نهیلي دي  دا مهال بیا دا امکان شته ، چې دا ډول خلک ۲۵-۱۰٪ روغتون ته ولیږدول شي.
هغه خلک، چې له خپل رښتیني عمر څخه دکم عمر احساس کوي، دښه مزاج څښتن وي، دوی ډېر کم ناروغه کیږي، روغتون ته یې اړتیا نه پېښیږي. د دوی ډیری دخپلو کالیو په اړه ډیر فکر کوي، دخپل اندام دساتنې په موخه  مختلف ډول ورزشونه کوي، فزیکي فعالیت کوي. دکارپوهانو له انده همدا کارونه او چارې دي، چې د دوی روغتیايي وضعیت ډیر ښه او اوږد عمر لري.