لیکوال او سیاستوال محمد حسنین هیکل

 
په شلمه پیړۍ کې دعربي نړۍ او مصر مشهور لیکوال او سیاستوال محمد حسنین هیکل یو له هغو ګوتشمیر کسانو څخه و، چې دعرب تګلارې په جوړونه کې یې ونډه درلوده. دا ځل مو د روهي ویبپاڼې لوستونکو ته  دمصر دمشهور لیکوال او سیاستوال دژوند په اړه یو څو کرښې تورې کړې دي.
هیکل له  هدایت علوي تیمور سره په ۱۹۵۵ جنورۍ کې واده کړې و، مېرمن یې  په اسلامي تاریخي اثارو کې ماستري لري، درې بچیان  لري: علي هیکل دطب ډاکتر دی، حسن هیکل او احمد هیکل خپل شخصي کار ونه  لري.
حسنین هیکل د ۱۹۲۳ ز دسپټمبر پر ۲۳ نېټه په پلازمېنه القاهره کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي، زده کړې یې په مصر کې بشپړې کړې دي، په پیل کې هیله درلوده، چې د طب ډاکتر شي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه.
په ۱۹۴۳ز کې ( الایجبشیان جازیت ) ورځپاڼې ته ولاړ او دپېښو په څانګه کې امتحاني دنده پل کړه، بیا ورپسي دپارلماني خبرونو څانګې ته ولاړ.
دیادې ورځپاڼې مسوول مدیر ورته دنده وسپارله، چې ددویمې نړیوالې جګړې دځینو جګړو دپوښښ لپاره د جګړې ډګر ته ولاړ شي.
په ۱۹۴۵ ز کې د( اخر ساعة ) مجلې لیکوال شو، دا مجله د ( اخبار الیوم ) ورځپاڼې اړونده هغه وه، چې  په ۱۹۴۶ – ۱۹۵۰ ز تر منځ یې فعالیت کاوه.
د وخت په تیریدو حسنین هیکل د یادې ورځپاڼې ګرځنده خبریال شو، دپېښو دپوښښ لپاره له منځني ختیځ نیولې تر بلکان، افریقا، کوریا پورې وګرځید، په ۱۹۵۱ ز کې په مصر کې استوګن شو او د( اخر ساعة ) مجلې رییس  او (اخبار الیوم) ورځپاڼې مدیر شو او په مصر کې له سیاسي بهیر سره له نږدې پاتې شو او په هره خبره به  ژر خبریده.
په ۱۹۵۶ ز کې حسنین هیکل د الاهرام ورځپاڼې دادارې له ریاست څخه معذرت وغوښت، دا په مصر کې له مهمو ادارو او ورځپاڼو څخه شمېرل کیږي. له دویم ځل وړاندیز وروسته یې د الاهرام ورځپاڼې مسوولیت ومانه او ۱۷ کاله یې دا دنده ترسره کړه. نوموړي په ۱۹۵۷ ز کې په یاده ورځپاڼه کې د ( صراحة ) په نوم کالم پیل کړ، چې تر ۱۹۹۴ ز پورې یې دوام وکړ.
حسنین هیکل د الاهرام ورځپاڼې په پرمختګ او ځلولو کې ډېرې هڅې وکړې ان، چې دنړۍ په کچه له لسو مهمو ورځپاڼو څخه وشمېرل شوه، دوخت په تیریدو یې دیادې ورځپاڼې تر څنګ یې یو شمېر متخصص مرکزونه رامنځته کړل، چې مشهور یې دسیاسي او ستراتیژیکو څیړنو هغه دی. بل مهم مرکز یې د ژورنالستیکو څيړنو مرکز دی.
دخبریالۍ تر څنګ حسنین هیکل په سیاسي ژوند کې هم ونډه درلوده، په ۱۹۷۰ ز کې په مصر کې داطلاعاتو کلتور وزیر وټاکل شو.
په مصر کې دحسنین هیکل ژوند له لوړو ژورو ډک و، له جمال عبدالناصر سره یې ټینګه دوستي او ملګرتیا درلوده، خو له انور السادات سره بیا جوړ نه و، مخالفت یې تردې بریده ورسید، چې په ۱۹۸۱ ز کې یې زندان ته ولیږدوه.
 
 
حسنین هیکل په شلمه پيړۍ کې دعربي کلتور له مهمو سټو څخه ګڼل کیږي، همدا راز نوموړی د عربي تاریخ په ځانګړې توګه د عربو- اسرائیلو ترمنځ دکړکیچ له مهمو تاریخپوهانو څخه یو دی.
هیکل په همدې برخه کې له الجزیرې تلویزون سره د ( مع هیکل) په نوم اونیز پروګرام درلود، چې دسیمې په تاریخي او سیاسي موضوعاتو یې ورسره بحثونه او مرکې کړې دي.
هیکل په ځینو نړیوالو مجلو او ورځپاڼو کې هم څیړنیزې مقالې خپرې کړې دي.
هیکل په نړیواله کچه یولس کتابه خپاره کړي دي، چې دنړۍ ۳۰ ژبو ته ژباړل شوي دي مشهور کتابونه یې ( خریف الغضب، عودة ایة الله ، الطریق الی رمضان، اوهام قوة النصر، ابو الهول والقومیسیر دي. پردې سربېره یې په عربي ژبه ۲۸ کتابه خپاره شوي دي.
حسنین هیکل په ۲۰۰۳ ز کې، چې دخپل عمر اتیا کلنۍ ته رسیدلی و، له لیکنو او لیکوالۍ لاس واخیست او له خپلو لوستونکو څخه یې دخدای په امانۍ په دود یوه لیکنه وکړه، چې په دوو برخو کې خپره شوې ده، دې لیکنې دمصر او عربي نړۍ په کچه یوه غوغا راپورته کړه، نوموړی شو، چې په الاهرام ورځپاڼه کې دخپل همغه پخواني ( صراحة ) تر سرلیک لاندې کالمونه او لیکنې وکړي، په مصر کې د ۲۵ جنورۍ له پاڅون راوروسته یې منظمې لیکنې پیل کړې.
حسنین هیکل د ۲۰۱۶ ز دفبرورۍ پر ۱۷ نېټه له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۹۳ کلو  په عمر له دی نړۍ وکوچیده.
له شک پرته حسنین هیکل دخبریالۍ، لیکوالۍ او سیاست په برخه کې نوموتې څېره وه، خو نیوکه پرې داده، چې تل یې دسیاستوالو خولې او تندي ته کتلي دي، ښه بېلګه یې په مصر کې د جنورۍ ۲۵ پاڅون و، نوموړی دولس پر ځای له حسني مبارک او بیا له عبدالفتاح السیسي سره ودریده.