
اوسمهال، چې دخلکو ترمنځ انساني او فزیکي اړیکې پیکه شوې دي، موږ له مینې ډکې او ګرمې ډکې غیږ ته اړتیا لرو، په دې کې رواني، بدني او روغتیايي ګټې نغښتې دي، ډیری وخت غېږ له جنسي اړیکو هم مهمه او ګټوره وي.
داوسمهال ژوند، چې په ډېره چټکۍ زښت زیات عصري شوی دی او ډیری خلک په برېښنا تشیال ( فضا) خواله رسنیوکې تیروي، په ورته وخت کې په یو شمېر ټولنو کې د طلاق سلنه او د واده کولو عمر هم ډیر شوی دی، لامل یې د انساني پیوستون، یعنی دبدني اړیکو نه شتون دی، ان دیوې کورنۍ دغړو ترمنځ توده غېږ او یا دملګرو ترمنځ په اوږه ټپول اوسو له نادرو چارو څخه ګڼل کیږي، دا موضوع یا ستونزه یوازې رواني زیان نه ، بلکې فزیکي/ بدني زیان لري.
ددې تشې د ډکولو له کبله په یو شمېر ټولنو کې ځینې بدیلې لارې چارې رامنځته شوې دي، ان نااشنا وګړي هم کولای شي، چې دمختلفو لارو څخه دا تشه ډکه کړي، مساج، دغیږ نیونې محفل دا هغه څه دي، چې هغه خلک ورځي، چې دجنسي اړیکو لېوالتیا نه لري، خو د تودې غېږ په لټه کې وي.
دهمدې تشې د ډکولو له کبله په ځینو ښارونو په ځانګړې توګه په لویدیزو هغو کې به مو یو سړی لیدلی وي، چې لوحه یې په لاس کې وي او پرې لیکل شوې وي( وړیا غېږ) همدا راز په کال کې یوه ورځ د غیږ نړیواله ورځ هم شته .
د جنسي اړیکو کارپوه اوفیه هارټمان وايي: دبدني پیوستون دبیوزلۍ پدیده رامنځته شوې ده، دا کارپوه وايي: دوخت په تیریدو دمېړه او مېرمن ترمنځ هم بدني پیوستون له منځه ځي، له واده څو کلونه وروسته به ډېر کم پېښ شي، چې مېړه له دفتره ووځي او کله ، چې کور ته ورسیږي خپله مېرمن په غیږ کې ونیسي.
په جرمني کې ترسره شوې یوه ټولپوښتنه وايي: غېږ کې نیول دهغو څيزونو په لړلیک کې لومړی مقام لري، چې دانسان دنیکمرغۍ لامل ګرځي، ان دګډ ژوند، سفر او چکر څخه یې هم ارزښت زیات دی. اوس داسې ښکاري، چې غیږ کې نیول د مېړه او مېرمن ترمنځ هم نه لیدل کیږي، ټولپوښتنه زیاتوي: نیمايي ښځې او درېیمه برخه سړي له جنسي اړیکو پرته د تودې او ګرمې غېږ ارمان کوي.
روغتیايي ګټې
ډاکترانو دغېږ یو شمېر روغتیايي ګټې په ګوته کړې دي، دا ډول یو پیوستون داکسیټوسین په نوم هرمون تولیدوي، چې داعصابو او رواني فشار مخه نیسي، غېږ د وینې لوړ فشار کنترولوي، په ورته وخت کې د کورټیزول په نوم هرمون کنترولوي، چې دورخطايۍ، ډار لامل ګرځي.
منظمه غېږ دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، د زکام ، انفلونزا ویروس له منځه وړي.