د اميد غونډۍ

د روژې مياشت تېره شوه
اختر هم راغی او لاړ
خو زۀ  تر اوسه ناست يم
پاس په غونډۍ د اميد
او،د چا لاره څارم
 پرون،
وروستي ماښام د روژې
مياشت چې د بره شوله
او،
بيا د اختر په ګهيځ
د راختونکي لمر نه

په ستړيو،ستړيو سترګو
په رپېدونکو شونډو
او،ډوبېدونکي زړه مې
ورو شان پوښتنه وکړه

هغه زما  له کلي
مرور شوی سپرلۍ
 زما د خړو کوڅو
د ماشومانو خوشۍ
د ښکلو،مستو پېغلو
دښکلو شونډو خندا
هغه د ژڼو مېلې
په کښې نغمې د اتڼ
ها،د درنو سپېن ږيرو
له وياړه جګې شملې

څه شوې او،څه شول ها ټول؟
ولې او چېرته لاړل؟
بېرته به کله راځي؟
راځي به هم او که نه؟

روژې چې زۀ واورېدم
او ،زما حال ئې وکوت
بيا ئې په ډېره مينه
وويل چې،ورشه اول
د کلي خلک خبرکړه
چې،روژه تېره،لاړه
اختر په لاره کښې دی
او،
تۀ ،بيا هم دلته کښېنه
په دې اميد نه،باور
چې،
هره روژه،پائ لري

لمر هم په وياله ټنډه
وويل چې،ګوره اشنا!
ستا غوندې،ډېرو به وي
لاره زما،څارلی
ورشه هغوئ ته زما
د راتلو زيری ورکړه
 تۀ هم ناهيلۍ مه شه
دوئ به دې هم کومه ورځ
زيرۍ،په زېرۍ ،پرې کړي

نو،
ځکه خو زۀ تر اوسه
ناست د امېد په غونډۍ
د تللو لارې څارم

پښور   ٢٧/٩/٢٠٠٩               مين