هم د اشنا اوهم خپل غم وخوړملکه ملنګ ،سپو د هر چم وخوړم
هم د رڼا ورځې ښامار چيچلیهم د تيارو تورو ،لړم و خوړم
دښمن په هر مرچل کښې ځائ نيولیچا په ټوپک، چا په قلم وخوړم
ما د رقيب هر دام ته دام کېښودۀمګر د يار د زلفو خم وخوړم
د چا به ياد وي او که هېر خو ،زۀ مېخپلو وعدو او خپل قسم و خوړم
د خماري سترګو خمار به څه کړمزۀ د درخو د سترګو نم وخوړم
پرهر مې يار وو ،چې د يار وو ځکهطبيبه! زۀ خو ستا ملهم وخوړم
د عشق د لارې به، نور څه ووايمبس،زۀ (مين) ئې پېچ او خم وخوړم
پېښور ١/٠٦/٢٠١٣
وروستي