
جرګه: جرګه د پښتني کلتور یو منل شوی دود او اصل دی، چې په افغانستان کې ډېره اوږده تاریخچه لري؛ افغانانو تل ملي، سیاسي او سیمه ییز مسائل د جرګو له لارې هوار کړي. زمونږ د قبیلوي کلتور له مخې جرګه هغه قومي غونډه ده چې د قومي او قبیلوي مسائلو د حل لپاره جوړیږي، او نومړي قومي غونډه چې جرګه یا مرکه ورته ویل کیږي د مسائلو د فیصله کولو صلاحیت لري او د جرګې حکم د منلو وړ دی.
په خوست کې عموماً په قومي او قبیلوي جرګو کې د قومونو مشران، مذهبي، روحاني او نور بانفوذه شخصیتونه او په قومي مسائلو پوه نرخیان ګډون کوي. همدارنګه په جرګه کې ځوانان او نور عام خلک هم د مسائلو د اوریدو په موخه برخه اخلي. جرګه په ښکاره ډول جوړیږي، دلته کوښښ کیږي چې د جرګې نظم وساتل شي او که چیرې څوک د جرګې نظم خرابوي، نو د هغې لپاره په خوست کې د قبیلوي دود له مخې ځانګړي مجازات ورکول کیږي. دلته په جرګه کې منځګړي یا جرګه وال د دواړو خواوو د سولې او مسائلو د حل په موخه د دواړو په ګټه پریکړه کوي، خو ځینې وخت بیا د ستونزو د حل په موخه د یو په نفع او د بل په ضرر هم پریکړه کوي او دواړه لوري یې پریکړو ته احترام لري او هغه مني، اما ځینې وخت بیا هېڅ لوری دې ته نه حاضریږي چې په تاوان یې پریکړه وشي.
روغه جوړه: په خوست کې کله چې د ځینو افرادو، پلرینو، کلیو، قبیلو او یا قومونو ترمنځ د ځینو مسائلو په سر ستونزې را وټوکیږي، نو پدې ځای کې د ستونزو د حل په موخه ځینې افراد د جرګې یا مرکې په شکل پکې منځګړتوب کوي، او کله چې دواړه لوري د مرکې یا جرګې په پریکړو قناعت ولري، نو دې ته روغه جوړه ویل کیږي.
د خوست په ولسي کلتور کې روغه، جوړه یو مفهوم لري، سولې او پخلاینې ته ویل کیږي، روغه جوړه پر نورو مسائلو برسیره د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ او جګړې د منځه وړلو په موخه هم ترسره کیږي، کله چې د دواړو لورو ترمنځ جوړه وشوه، نو بیا هېڅ لوري ته اجازه نشته چې په بل لوري تیری وکړي او که چېرې تیری یې ورباندې وکړ، نو تیري کوونکی لوری د روغې جوړې په ماتولو تورنیږي او مقابل لوری هم د ورته چلند هڅه کوي او ولس هم پړه په روغه ماتوونکي لوري ور اچوي.
جمع ( جمه): د خوست په ولسي کلتور کې جمع د خلکو د راټولیدو ځای دی او عموماً د جومات ترڅنګ د کلي د خلکو د ستونزو او مسائلو د شریکولو او همدا ډول د یو اوبل سره د مینې محبت، ساتیري او د نظرونو د شریکولو په موخه دلته خلک د هر لمانځه او په ځانګړي ډول د مازدیګر لمانځه وروسته سره راټولیږي او په مختلفو مسائلو سره بحث کوي. په دغه مسائلو کې د کلي او قبیلې د خپلمنځي ستونزو حل، د نورو خلکو او قومونو سره د مختلفو مسائلو په اړه تصمیم نیول، د غم او ښادیو لپاره تصمیم نیول، د کلي لپاره د بیا رغونې د کارونو او نورو ستونزو د حل لارو چارو لټول پکې شامل وي، او همدا ډول ځوانان د بنډار کولو په موخه هم په جمع کې سره راټولیږي. دغه دود په خوست کې پخوا ډېر زیات مروج وو، خو اوس څه نا څه کم رنګ شوی، اما غرني خلک تر ننه دغه دود پالي.
چیغه: په پښتني کلتور کې چغه د ډول هغه ډول ډنګولو ته ویل کیږي چې د خطر پر وخت وهل کیږي. په خوست کې کله چې د قوم او قبیلې او یا پلرني ته خطر متوجه وي، نو واړه زاړه د خطر پر وړاندې په چغه راوځي او خپل غچ اخیستنې او یا د خطر د مخنیوي لپاره راټولیږي.په چغه کې هر څوک مکلف دی چې د خپل کوره وسله راواخلي او د چغې ځای ته ځان ورسوي. په چغه کې دېری مهال ډول ډنګول کیږي او کله چې ډول و ډنګول شي، نو خلک په اتڼ او په بیړه د پېښې ځای ته ځان رارسوي او بالاخره د جګړې لپاره چمتو والی نیسي او د خطر په لوري مخه کوي.
که چېرې څوک د چغې ځای ته حاضر نه شي پرهغه ناغه اوړي او ځینې وخت په مهمو پېښو کې دغه جرم دومره دروندوي چې حتی کور یې هم پکې سوځول کیږي [1]، خو باید ووایو چې نن ورځ په خوست کې د چغې دود څه ناڅه کمزوری شوی او په پخواني حالت سره ندی پاتې شوی، خو بیا هم هغ څوک چې د چغې ځای ته ژر ځای ته ژر ځان رسوي په قبیلوي او ولسي دود کې هغوی ته ننګیالی او غیرتي ویل کیږي او څوک چې ناوخته چغې ته راځي هغوی ته په کمه سترګه کتل کیږي او خلک یې بې زړه بولي.[2]
چغې هم د ورځې او هم د شپې صورت نیسي، د نیمې شپې چغه د ډول د ډانګیدو سره یو ځای د خلکو د خبریدا لپاره صورت نیسي او دا کار د مهمې پېښې پروخت او ترسره کیږي لکه په کلي د دښمن تیری او برید، یا کوم کور یا ځنګل چې اور اخیستی وي. همدا ډول د لښکر چغه هم په لوی بحراني حالت کې کیږي او دا هم د ډول د ډنګولو سره صورت مومي، لومړۍ ډولچي په یوه لوړ ځای ودریږي او په ځانګړي اواز سره ډول ډانګوي ، اکثر وخت د لښکر چغه د جرګې په فیصله ترسره کیږي، خو په ناڅاپي او بحراني حالاتو کې بیا هرڅوک کولای شي چې د چغې مشري په غاړه واخلي او خلک په چغه کې راګډ کړي.[3]
د چغې په اړه د خوست پېژندنه نومي کتاب کې راغلي دی چې: چغه په پښتنو کې یو ډېر ښه دود دی، کله به چې په کوم کلي کې یو غلط کار وشو کله چا به چې ښځه وتښتوله، یا به یې د کلي او قوم څاروي له څړ ځایو څخه بوتلل، یا به چا کوم سړی وواژه، یا به دې ته ورته نور کارونه کیدل، نو د کلي ډم ته به خبر ورکړل شو چې ډول ووهي او دې سره به د ټوپکو دزې هم پیل شوې او د چغې ډول به مخصوص طرز درلود، خلک به د ډول او ډزو سره پوه شول چې چغه راوتي، نو ټولو به په وسله ځانونه سمبالول او په چغه به راوتل، تر هغې به په مجرم پسې تلل، چې څو یې نیولی نه وو او یا ترې خلاص شوی نه وو، دا هغه وظیفه وه چې په اوسني وخت کې یې حکومت ترسره کوي. په چغه کې د کلي او قوم اخلاص او اتفاق له ورایه ښکاري، که څه هم د خوست په یو شمیر سیمو کې اوس هم په کمه اندازه د چغې دود ژوندی دی، خو ډېر کمزوري حالت کې قرار لري.[4]
[1] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۸۴مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[2] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۸۵مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[3] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۱۱۸،۱۳۴مخونه. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[4] خوست پېژندنه، ۱۳،۱۳مخونه.