
« میخایل روبین» یو له هغو میلیاردرانو دی چې د ژوند کیسه یې ډېره په زړه پورې ده او په لږ عمر کې میلیادر شوی دی.
نوموړی په ۱۹۷۲ زېږدیز کال په امریکا کې زېږېدلی. مور یې اروا پوهه او پلار یې د پوځ متقاعد افسر و. ده له خورا کوچنیوالي کار پیل کړی دی. د اتو کلونو و چې په خپله کوڅه کې یې دروازه په دروازه سبزي پلور پیل کړل. په همدې عمر یې د ماشومانو یوه ډله جوړه کړې وه چې د واورې تورولو وسائل یې درلودل. دوی به د ژمي په موسم کې د پیسو په بدل کې د خلکو بامونه هم تورول.
۱۲ کلن و چې د خپل کور په زېرزمینۍ کې یې د سکي لوبې د اړوندو وسایلو هټۍ پرانیستله. دوه کاله وروسته یې پلار د کلیزې په جشن کې دوه نیم زره ډالر په ډالۍ کې ورکړل او یو څه نورې پیسې یې پور کړې چې په رسمي ډول د سکي لوبې د وسایلو هټۍ پرانیزي.
دغه کاروبار په دوو لومړنیو کلونو کې له ستر زیان سره مخ شو. روبین په دوو کلونو کې چې عمر یې ایله ۱۶ کاله وه، دوه لکه ډالره پوروړی شو. له دې ستونزې د خلاصون لپاره یې پلار ۳۷ زره ډالر ورکړل او هغه عاجل پوروړي یې ورباندې خلاص کړل؛ خو پلار یې دغه پور په دې شرط ورکړی و چې کالج به پیلوي.
له پلار سره د ژمنې له مخې یې کالج پیل کړ؛ خو شپږ اوونۍ وروسته یې بېرته پرېښوود، ځکه د سکي د وسایلو کاروبار یې نه شوی ورسره کولی.
په همدې وخت کې نوموړي په «سټاک» یا زموږ او ستاسې په اصطلاح لیلام کې د سکي د دوو لکو ډالرو وسایل په ۱۷ زره ډالره وپېرل او وروسته یې په ۷۵ زره ډالره خرڅ کړل. له دې معاملې وروسته د هغه د کاروبار پراختیا پیل شوه. ده وروسته د خپلو هټیو شبکه د بوټو له یوې کمپنۍ سره مدغمه کړه او په دې توګه یې تر ۱۹۹۸ کال پورې د پلور کچه ۱۳۰ میلیونو ډالرو ته ورسېده.
په همدې کال یې یوه ملګري له انټرنېټ څخه په سوداګرۍ کې د ګټې اخیستو وړاندیز ورته وکړ. روبین څو ځله دغه وړاندیز رد کړ، خو د ملګري ټینګار یې مجبور کړ چې فکر ورباندې وکړي. تر ډېر فکر وروسته یې په ۱۹۹۹ کال کې خپله سوداګري انلاین نړۍ ته دننه کړه.
انټرنېټ ته له تلو سره یې کارونه په چټکۍ پراخ شول. روبین د انټرنېټ پر مټ خپل پیل کړی کاروبار تر دې سرحده ورساوه چې په ۲۰۱۱ کال کې «اي بای» مشهورې کمپنۍ ترې په څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره وپېره.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ کال په میخایل روبین پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په امریکا کې ۲۴۱ ام ځای لري.
مېرمن یې طلاقه کړې، یو اولاد لري او په پنسلوانیا ایالت کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ