حُسنو اوزیګین؛ د ترکیې دویم ستر شتمن


ارواپوهان وايي له هغه کار سره چې ترسره کوی یې مینه کول، کار پر تفریح بدلوي او په دې ډول هېڅکله له کاره نه ستړي کېږی. ډېری هغه کسان چې له خپل ذوق سره سم کاروبار یې جوړ کړی، بریالي شوي دي.
ترکی « حسنو اوزیګین» هم له خپلې خوښې او تجربې سره د مطابقې پانګونې له برکته میلیاردر شوی دی.
نوموړی په ۱۹۴۴ زېږدیز کال کې د ترکیې په کونیه ښار کې زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې په استانبول کې د« رابرټ اکاډمي» ولوسته. وروسته د زده کړو په موخه متحده ایالاتو ته ولاړ. په رسنیو کې د خبرو شویو معلوماتو له مخې له نوموړي سره امریکا ته د تګ پر مهال یوازې زر ډالر وو.
په امریکا کې یې لومړی په اورېګان پوهنتون کې د انجنیرۍ پوهنځۍ ولوسته. پر دې پوهنځۍ یې زړه اوبه ونه څښې، ځکه د ده مینه له مالیاتو سره وه. له همدې کبله یې خپلو ته زده کړو ته د سوداګریزې ادارې په برخه کې ادامه ورکړه. تر اصلي وخت په امریکا کې دری کاله ډېر ورباندې تېر شول؛ خو همدا چې ترکیې ته راستون شو، په یوه بانک کې د کار وړاندیز ورته وشو.
پخواني ټولګیوال یې محمد ایمن کارامحمد چې د پامو په نوم بانک یې درلوده، حسنو ته د کار وړاندیز وکړ. ده هم د کار وړاندیز ومانه او د بانک د عمومي مدیر په توګه یې دنده پیل کړه. تر ۱۹۸۴ کال پورې یې دلته دنده ترسره کړه؛ خو وروسته د «یاپي وي کردي» په نوم بانک ته تبدیل او عمومي مدیر یې شو. له دغه بانک سره یې تر ۱۹۸۷ کال پورې کار وکړ او په همدې کال یې د خپل بانک د جوړولو پرېکړه وکړه.
د فېنانس په نوم بانک یې جوړ کړ او په لږ وخت کې یې فعالیتونو دومره پراختیا ورکړه چې پر ترکیه سربېره یې فعالیتونه نهو هېوادونو چې ډېری اروپايي وو، وغځېدل. دغه بانک په یادو هېوادونو کې ۲۰۰ څانګې جوړې کړې.
نوموړي وروسته د مالي خدماتو په برخه نورې کمپنۍ هم جوړې کړې او په دې ډول یې د فیبا او فینا په نوم د کمپنیو ګروپ جوړ کړ.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې ۲۰ کمپنۍ او ۸۵۰۰ کارکوونکي کار کوي.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د روغتیا په سکټور کې هم پانګونه وکړه او د « فلورنس مایټېنګل» په نوم د روغتون ۵۰ سلنه ونډې یې وپېرلې.
دغه راز یې د چین په شاهنګهای کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه نوې پلازه هم جوړه کړې چې په ۲۰۱۴ کال کې پرانیستل شوه.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په اوومه نېټه د حسنو اوزیګین پانګه دوه اعشاریه ۹ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردارانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په ترکیه کې دویم ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او په استانبول کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ