لورېنزو مېندوزا؛ د ونزویلا درېیم ستر شتمن


«لورېنزو مېندوزا» ونزویلایی میلیاردر دی چې کاروبار له خپلو مشرانو ورته پاتې دی.
نوموړی اوسمهال د « اېمپروساس پولار» په نوم د دغه هېواد د خوراکي توکو د تر ټولو سترې کمپنۍ چلوونکی دی.
د دې کمپنۍ بنسټ ان په ۱۹۴۱ زېږدیز کال کې د څښاک له یوې کمپنۍ اېښوودل شوی دی.
لورېنزو چې د کمپنۍ د بنسټګر د درېیم نسل غړی دی، د ۱۹۶۵ زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه نېټه د ونزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې زېږېدلی دی.
تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د صنعتي انجنیرۍ په برخه کې له « فورډم پوهنتون» څخه لسانس او د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري یې د « اې ټي ای» په نوم د سوداګرۍ له پوهنځي څخه ترلاسه کړې ده.
سره له دې چې د هغه د مشرانو له لوري رامنځته شوې کمپنۍ په لومړیو کې یوازې نوشابې او د څښاک توکي تولیدول؛ خو اوس یې فعالیتونه ډېر پراخ شوي دي.
د اېمپروساس پولار اړوندې کمپنۍ اوسمهال پر نوشابو سربېره نور خوراکي توکي لکه اوړه، کنسر شوي خواړه او شراب هم تولیدوي.
لورېنزو د ونزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز له سختو متنقدینو څخه دی. نوموړی د ونزویلا له اوسني حکومت سره هم مخالفت لري.
د دغه هېواد اوسني ولسمشر نیکولاس مدورو لورېنزو تورن کړی چې خپل تولیدات یې کم کړي او د احتکار له لارې په هېواد کې د خوراکي توکو د کمښت د رامنځته کولو هڅه کوي.
لورېنزو تل دغه تورونه رد کړي او په ۲۰۱۴ کال کې یې اعلان وکړ چې د ونزویلا د اسعاردو د تنظیم اداره یې ۴۶۳ میلیونه ډالره پوړې ده.
ده وویل دغه کار سبب شوی چې دی لومړني توکي هېواد ته وارد نه شي کړلی.
له همدې کبله کمپنۍ د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په پسرلي کې د دوو اوونیو لپاره د اېټالوي خوړو تولید هم ځنډولی و.
لورېنزو د خیریه چارو لپاره یو بنسټ هم لري. دغه بنسټ په وینزویلا کې له ماشومانو سره د تغذیې، روغتیا او زده کړو په برخه کې تر ټولو ستر مرستندوی بنسټ دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په اوومه نېټه د لورېنزو مېندوزا پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په ونزویلا کې درېیم ځای لري.
۵۰ کلن لورېنزو واده کړی، څلور اولادونه لري او د ونزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ