د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان:

 
په امریکا کې د ۲۰۱۶ ز دولسمشرۍ ټاکنو  ته ډیرې ورځې پاتې دي، دا ټاکنې په راتلونکي نومبر  کې ترسره کیږي، د ډیموکراتاتو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ  د وروستي لړلیک نښې نښانې اوس په راڅرګندیدو دي، داسې ښکاري، چې دا ټاکنې به هم د نورو هغو په څېر د دواړو ګوندونو ترمنځ دسختې سیالۍ شاهدې وي، څومره، چې دټاکنو نېټه رانږدې کیږي، دا سیالي زور اخلي،  غواړم  دروهي ویبپاڼې لوستونکو ته  دنوماندانو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم، چې څوک به  راتلونکو کلونو لپاره سپینې ماڼۍ ته ننوځي.
دجمهوري غوښتونکو نوماندان:
 

 
۱: ډونالډ ټرامب :
بډایه  سوداګر دی، نږدې لس ملیارده ډالره پانګه لري، پخوانی تلویزوني ستونری دی، ځمکې لري،  ثابت ګوندي دریځ نه لري، پخوا یې له ډیموکراتانو سره ډیرې مرستې کړې دي، خو له څو کلونو راهسې له جمهوري غوښتونکو سره یو ځای شوی دی، دجمهوري غوښتونکو  له انده  دین ته ژمن نه دی، بې دینه دی.
دوه ځلې واده کړې دی،  اویانا یې  طلاقه کړې ده او دهغې دچوپتیا په مقابل کې یې په ملیونو ډالره ورکړي دي، اوسنۍ  مېرمن یې  ماډلیسته سلواک  ده، په ډېره سخته  انګلیسي خبرې کوي.
ټرامب دجمهوري غوښتونکو له غوسې څخه ګټه پورته کړې ده، چې خپل ګوند ته په غوسه دي او دهغو ناقانونه کډوالو دشړلو غوښتنه  کوي، ټرامب  همدا غوښتنه دخپل ټاکنیز کمپاین  برخه ټاکلې ده،پردې سربېره ټرامب هڅه کوي، چې په بهرنۍ تګلار  کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ، چین او روسیې پر وړاندې هم دپیاوړي کاندید په توګه ځان  راڅرګند کړي.
دټرامب ټاکنیز شعار ( یو ځل بیا له امریکا څخه زبرځواک هېواد جوړو) ځکه دا اوس دنړۍ کچه  دهر چا دخندا ده، ټرامب جدي اقتصادي  او امنیتي پروګرام نه لري، تر اوسه  دخپل ټاکنیز کمپاین لګښتونه خپله ورکوي،  بسپنه او لګښت  دهر کاندید دبریا مهمه برخه جوړوي. اوباما په خپل ټاکنیز کمپاین کې یو ملیارډ ډالره لګولي وو.
 

 
۲: سناټور ټیدکروز
دتکساس ایالت کوبایي الاصله  امریکايي سناتور دی، له هارورډ پوهنتون څخه فارغ شوی دی، د سختدریځه ، سرتمبه او مذهبي  کس په توګه مشهور دی، دانجیل لارښونو ته ځان ژمن بولي، همدا یې په ایوا ایالت کې دبریا راز دی.
په کانګرس کې دهیچا نه خوښیږي،په بهرنۍ تګلار کې له سختدریځه  سناتورانو څخه ګڼل کیږي، د داعش سرسخته دښمن دی، ټاکنیز کمپاین یې ډېر روښانه  نه دی.
رایه ورکونکو سره یې ژمنه  کوي، چې دروغتیايي پروګرام په برخه کې به د ولسمشر اوباما قانون لغوه کوي، اوباما ته دلیبرال ولسمشر په سترګه  ګوري او تور پرې لګوي، چې  پر یو شمېر  دودیزو ارزښتونو یې معامله کړې ده، له ایران سره داتومي تړون  سخت مخالف دی او دلغوه کولو غوښتنه یې کوي.
له  لیکود او ایباک سره نږدې اړیکې لري، هیڅوک دا باور نه لري، چې دګوند کاندید به شي، د ټرامب په څېر درایه ورکونکو د ډار احساسات  راپاروي او لوبې پرې کوي،  هیڅوک دنوموړي پر خبرو باور نه کوي.
 

 
۳: سناټور مارکوروبیو
څلویښت کلن سناټور دی، په کانګرس کې دفلوریډا ایالت استازیتوب کوي، سیاسي تجربه یې لږه ده، دکوبا دی، په جمهوري غوښتونکي ګوند د دودیزې موسسې  استازیتوب کوي، ستونزه داده، چې داوباما په څېر یې په سیاسي ډګر کې ډیر وخت نه دی تېر کړی، ددې ترڅنګ دخپلو شخصي ګټو له  کبله  خپل دریځ ډیر ژر بدلوي.
اسرائیلو  او ایباک ته ډېر نږدې دی همدوی ورسره مالي مرستې کوي، له ایران سره داتومي تړون مخالف دی، دفلسطین دخپلواکې ادارې له مخالفینو څخه دی، په روغتیايي برخه کې داوباما له  قانون او اصلاحاتو سره مخالف دی.
پر ولسمشر اوباما یې  یوه نیوکه داده، چې په بالټیمور کې یې ولې له  یوه مسجده لیدنه کړې ده، ددی شونتیا شته، چې دجمهوري غوښتونکو دکاندید په توګه بریالی شي.
 

 
۴: جیب بوش
دفلوریډا ایالت پخوانی والي دی، دیاد ایالت استوګن وايي: په ډېر حکمت او زیرکتیا سره یې اجرایوي چارې ترسره کولې، زیرکه دی،  له  تاریخي پلوه له سیاسي کورنۍ سره تړاو لري،  پلار یې جورج هاربرټ بوش دی ، ورور یې جورج ډبیلو بوش دی.
همدا یې کمزوری ټکی دی،چې له واکمنې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري،  نوم یې  هم ستونزه  نه ده ، بلکې  هیڅ کاریزما نه لري، ټرامب  وايي: جیب بوش د ټیټې انرژۍ څښتن دی.
دغونډو ګډونوال په احساساتو نه شي راوستلې، وړ ویناوال نه دی،دبریا چانس یې کم دی، خو له مالي پلوه پر ځان بسیا دی تر ۱۰۰ ملیونه ډالرو پورې  بسپنه لري، چې ټاکنیز کمپاین پرې وکړي، په جمهوري غوښتونکي ګوند دمنځلارو استازیتوب کوي.
 

 
۵: کریس کریسټي
دنیوجیرسي  ایالت  والي دی، ایټالوي الاصله  امریکايي دی، پراګماټیک کس دی، تراوسه  دزیرکه سیاستوال په توګه نه دی مطرح شوی .
دګستاخۍ تر بریده په خبرو کې سخت  دی، ډېر چاغ دی، په جمهوري غوښتونکي ګوند د دودیز پالو استازیتوب کوي، دجمهوري غوښتونکي په توګه  دنیوجرسي ایالت، چې د ډیموکراتانو ولایت بلل کیږي، کامیاب شوی دی، په ایالتي اداره کې  بریالی دی، دبودیجوي کسر مخه یې نیولې ده، خو په دې وروستیو کې دسیاسي رسوایۍ سره مخ شوی دی، حیثیت یې  زیانمن شوی دی، باور نه کیږي، چې دا ځل دی دیاد ایالت دوالي په توګه بریالی شي، دبریا چانس یې ډیر کم دی.
 

 
۶: جون کیساک
داوهایو ایالت  والي دی، دا مهم ولایت دی، اوباما په تېرو ټاکنو کې دهمدې کاواکه ولایت په رایو بریالی شو، ډېره کاریزما نه لري، پخوا یې په  (فوکس) تلویزون کې  پروګرام درلود،منځلاری جمهوري غوښتونکی دی، چانس یې ډیر نه دی، له ښو اخلاقو څخه برخمن  دی او په عاجزۍ مشهور دی.
 

 
۷: بن کارسن
جراح ډاکتر دی، افریقايي الاصله دی، هیڅ سیاسي تجربه نه لري، ارام دی، ان په ډېره سختۍ به یې اواز اورئ،متدین دی، دکروز په څېر دمسیحیانو ترمنځ ملاتړي لري.
اسرائیلو ته نږدې دی، هغه مهال دخلکو دملنډو شو،چې د(حماس) دویلو پرمهال یې (حمص) ووایه، په بهرنۍ تګلار کې ډېر نه پوهیږي، اټکل دی، چې له ټاکنیزې سیالۍ څخه ووځي.
 
 
 
۸: کایلي فیورینا
دجمهوري غوښتونکو له منځه یوازینۍ مېرمن ده، چې ځان یې ولسمشرۍ ته کاندید کړی دی. پخوا په کالیفوریناایالت کې  د (هیولیټ باکارډ) اجرایوي  رییسه وه. سیاسي تجربه نه لري، ټرامب وايي: ډېره بدرنګه ښځه ده، خو وروسته بیا له دی خبرو منکر شوو.
دبریا چانس یې نشته، له سیالۍ څخه یې دوتلو اټکل شوی دی،په دې مشهوره شوې ده، خپله دا خبره په  هره وینا او مناظره کې تکراروي: که زه چیرې سپینې ماڼۍ ته ورسیدم لومړی کار به می دا وي، چې له خپل نږدې ملګري "بیبي" سره تیلفوني ټیلفوني اړیکې نیسي، موخه یې نتنیاهو دی.
 
د ډیموکراتاتو نوماندان

 
۱: هیلري کلينټن
لومړنۍ مېرمن، دنیویارک سناتوره او دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیره  تېره شوې ده، دخپل عمر ډېره برخه یې په سیاست کې تېره کړې ده، دا به دامریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره وي، که چیرې سپینې ماڼۍ ته ورسیږي، نو بیل کلنټن به دامریکا  د لومړني کس/ مېړه په توګه  یادیږي.
په ټوله مانا زیرکه سیاستواله ده، خو ولسي ملاتړ یې کم دی، دچا، چې خوښیږي، نو ډېره یې خوښیږي .. او دچا، چې بدې ایسې نو ډېره یې بدې ایسي. په ټاکنو کې پیاوړی شعار نه لري، تاریخي ارزښتونو ته  پر اشارې بسنه کوي او دولسمشر اوباما د لاسته راوړنو دساتنې یادونه کوي.
ډیری رایه ورکونکي وايي: موږ دکلینټن له کورنۍ ستړي شوي یو، اوس د دې وخت رارسیدلی دی، چې دوی له سیاسي ډګر څخه ګوښه شي، پردې کورنۍ تور دی، چې په وال سټریټ  کې له ماليي موسسو نږدې اړیکې لري او له دوی څخه یې بسپنې تر لاسه  کړې دي.
مېرمن کلينټن  د (سوپر پاک) یا له سترو بسپنه ورکونکو څخه  څخه ډیرې بسپنه تر لاسه  راکړې ده، ددی چانس شته، چې د ډیموکراتانو د نوماند په توګه بریالۍ شي.
 
 

 
۲:سناټور بیرني سانډرز
دکوچني ویرمونټ  ایالت  سناتور دی، ۷۴ کلنۍ ته رسیدلی دی، خو دځوانانو انرژي لري، خوله ور ویناوال دی، پر مالي موسسو سختې نیوکې کوي، تور پرې لګوي، چې دبیوزلو امریکایانو پر ضد کارونه کوي.
 
ځان د معاصر اشتراکي  په توګه معرفي کوي،دټولو امریکایانو لپاره دروغتیايي بیمې  او وړیا پوهنتوني زده کړو پروګرام لري. د ۲۵-۳۵ کلونو ځوانانو ترمنځ ډیر محبوبیت لري.
بې دینه یهودي دی، لیبرال دی، دچاپیریال ساتنې پلوي دی، دښځو اړوند موضوعاتو ملاتړ کوي، دسقط جنین/ بچي غورځولو او همجنسبازانو دحقوقو کلک ملاتړی دی. دنړۍ په هیڅ برخه کې دامریکا دنظامي لاسوهنه  نه غواړي.
 دښه شخصیت څښتن، په مالي او اقتصادي مسایلو کې پر شفافیت مشهور دی، په ډیموکرات ګوند کې دپرمختللو لیبرالو استازیتوب کوي، دخپل سیال پر وړاندې له  منفي کمپاین کار نه اخلي.
دښو اخلاقو څښتن دی، په ځوانانو کې ډیر محبوبیت لري، هیچا دا اټکل نه کاوه، چې دمېرمن کلنټن رښتینی سیال به شي. دعادي پانګوالو او بسپنه ورکونکو ډېره مرسته یې راجلب کړې ده، پیاوړي لابیګران نه لري.