فریډهلم لوه؛  مخکښ جرمنۍ سوداګر


« فریډهلم لوه» جرمنی میلیاردر دی چې کاروبار ورته له پلاره پاتې دی.
نوموړی د ۱۹۴۶ زېږدیز د اګېسټ په شپاړسمه زېږېدلی. په جرمني رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د سوداګرۍ په برخه کې یې زده کړې کړې دي.
له زده کړو وروسته له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شوی دی.
پلار یې رودولف په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې خپل کاروبار پیل کړی و. هغه دغه کاروبار وروسته له دې پیل کړ چې په برېښنايي ډول د کنټرولېدونکو سیستمونو لپاره یې ضمایم اختراع کړل.
د پلار تر مرګ وروسته کاروبار فریډهلم لوه ته پاتې شو. دېرش کاله کېږي چې نوموړی په دغه کاروبار کې بوخت دی.
هغه د خپل پلار کوچني کاروبار ته دومره پراختیا ورکړه چې اوس یې له برکته میلیاردر دی.
نوموړي د « فریډهلم لوه» په نوم د کمپنیو یو ستر ګروپ جوړ کړی. دغه ګروپ د سویچونو، د برېښنا د وېش، اوسپنې او پلاستیک د صنایعو لپاره سافټ وییر، محصولات او خدمات وړاندې کوي.
اوسمهال د کمپنیو دغه ستر ګروپ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۶۵ فرعي کمپنۍ لري. د ګروپ له ټولو کمپنیو سره شاوخوا ۱۱۵۰۰ کسان کار کوي او د کلنیو عوایدو کچه یې ۲،۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د ګروپ تر ټولو ستره کمپنۍ ریټال نومېږي. دا کمپنۍ په برېښنايي توګه د کنټرولېدونکو سیسټمونو د اړتیا وړ پرزې، د اقلیم د کنټرول تکنالوژي، د برېښنا د وېش ګېرونه او د ای ټي په برخه کې زېربنايي خدمات وړاندې کوي.
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې دغه ګروپ د« Kuttig Computeranwendungen GmbH، Cideon AG او Kiesling Maschinentechnik » په نومونو کمپنۍ وپېرلې. پورتنۍ دریو واړو کمپنیو د سافټویرونو د انجنیرۍ په برخه کې فعالیت درلود.
لوه د تجلمي موټرو شوقي دی له همدې کبله یې د دغه ډول موټر کلکسون جوړ کړی دی. پر دې سربېره هغه د کرسټین په نوم د میډیا یو فونډېشن لري چې په مرسته یې مذهبي لکچرونه خپروي.
لوه د سوداګرۍ پر شخصي کارونو سربېره د « زي وي اي اېل» په نوم په جرمني کې د الکترونکي توکو د تولیدوونکو د یوې سترې ټولنې مشر دی. دغه راز د « دوچ انډسټریل» په نوم د یوه صنعتي بانک د سلاکار بورډ غړی دی.
هغه په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د ریټال کمپنۍ د ۵۰ مې کلیزې پر مهال د شپږ اعشاریه اته میلیونه ډالرو په لومړنۍ پانګه د ریټیال په نوم د یوه فونډېشن د رامنځته کېدو اعلان هم وکړ.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په شپږمه نېټه د فریډهلم لوه پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په جرمني کې ۵۲ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د جرمني په هایګر کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ