ممیز څه ګټې لري؟ ... دسرطان مخینوې کوي

 
وچ انګور، چې دممیزو په نوم مشهور دي، په ډیری هېوادو کې د پيژندل شوي دي او خلک یې په پراخه کچه کاروي. ډیری وخت  د پخلي پرمهال په دیګ کې هم کارول کیږي، چې خوړو ته ځانګړ ی خوند ور وبښي.
نوې ترسره شوې څیړنه وايي: د ممیزو ګټې اوس له دې ډیرې دي، چې خوړو ته ځانګړې خوند ور زیات کړي، ځکه داسید ضد دلوړ کچې وړتیا لري، چې دا بیا دژر بوډاتوب او سرطان مخینوی کولای شي،پر دې سربېره ممیز یا وچ شوي انګور دسرطان دځانګړي قولون څخه دمخنیوي په برخه کې دپاموړ رول او ونډه لري.
همدا راز ممیز دغاښونو دژیړوالي مخه نیسي، رنګ یې سپینوي،  ممیز یو شمېر نورې ځانګړنې هم لري لکه پوټاسیوم، مقناطیس او فسفور، چې داعصابو او مزاج دارامولو په برخه کې  مهم رول لري.
دا هم دیادونې ده، چې ممیز دانسان په بدن کې دوینې دکمښت مخه نیسي.