غـــــــــزل

زه مې زړه ته زړه مې ما ته بس خفه دی
نه  پوهيږم  دا مې  چا ته  زړه  خفه  دی

چی  زمــا په  بې خودۍ  به  خــنديدلو
زنګيږی  نن  می اشنا ته زړه  خفه  دی

چې  د  اوښکو  تم  کيدويې راته  ووې
 هغــې هــم زما  ژړا تـــه  زړه  خــــفه  دی

بې له تا رانه د ژوند چل پکې هير شي
ځکه  مې  دغه  دنيا  ته زړه  خفه  دی

د زړه درد سره څړيکـــې هــم شروع شي
( پرديس ) خو ستا خندا ته  زړه خفه دی


هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت د اديسه ښار