ویاچیسلاو موش کنټور؛  مخکښ یهودي سوداګر


«ویاچیسلاو موش کنټور» د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلی دی.
تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د مسکو د هوانوردۍ په انسټېټیوټ کې زده کړې کړې دي.
د فضايي سفینې د اتومات کنټرول په برخه کې یې دکټورا کړې ده.
د دکټور تر بشپړولو وروسته د « اکرون ګروپ» په نوم د یوې دولتي کمپنۍ مشر شو.
دا کمپنۍ چې د منرالي سرې د تولید ستره کمپنۍ وه، د کنټور د ژوند د بدلېدو لامل شوه.
نوموړي چې د کمپنۍ مشر و، د ونډو پر اخیستو پیل وکړ. په لومړي ځل یې په ۱۹۹۳ زېږیز کال کې د کمپنۍ یوه برخه ونډې وپېرلې او په دې ډول یې د ونډو اخیستو ته دوام ورکړ تر دې چې د کمپنۍ ډېره برخه د ده شوې.
کنټور چې یهودي دین ته ژمن دی، تر سوداګریزو فعالیتونو ډېر د دغه دین پیروانو ته د خدمت له کبله مشهور دی.
نوموړی د اروپايي یهودانو د کنګراس مشر دی. د یهودانو کانګرېس په اروپا کې د یهودانو تر ټولو ستر بنسټ دی چې ۲،۵ میلیونه اروپايي یهودان یې غړي دي.
پر دې سربېره نوموړي « د اروپا د تحمل او مصالحې د شورا» په نوم یو بنسټ هم جوړ کړی دی.
دغه بنسټ یې په ۲۰۰۸ کال کې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې جوړ کړی او موخه یې د اروپایانو ترمنځ د تحمل دودول او د تاوتریخوالي او بنسټپالنې له منځه وړل بلل کېږي.
پر دغه بنسټ سربېره کنټور په نړیواله کچه د هستوي فاجعې د مخنیوي لپاره د لګزامبورګ انټرنشنل په نوم یو بل بنسټ هم جوړ کړی.
دغه بنسټ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شنونکي راټولوي او د هستوي فاجعې پر زیانونو بحثونه کوي.
کنټور د هنري اثارو مینوال هم دی. ده په روسیه کې د مېشتو یهودي هنرمندانو د اثارو یو سترو کلکسون جوړ کړی دی.
فوربس مجله وايي دغه کلکسون شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري.
دې مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په دویمه نېټه د کنټور پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په روسیه کې ۴۱ ام ځای لري.
۶۲ کلن کنټور واده کړی، پنځه اولادونه لري او د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ