لیو ژونګټای؛ د ۲۰۰ ینو له کاره میلیاردر شوی


سره له دې چې اقتصاد پوهان په ډېرو ناسمو شرایطو کې هم د بریالیو کاروبارونو رامنځته کېدل شوني بولي؛ خو ځینې وختونه د کاروبارونو لپاره ډېر ښه شرایط رامنځته کېږي.
په چین کې دغه ډول شرایطو د اصلاحاتو له بهیر سره سم رامنځته شول. دغه مهال ډېری چینايانو د شخصي کاروبارونو د پيل لپاره هڅې پیل کړې او هغوی چې درلودل په پراختیا یې پيل وکړ.
یو له دغو چینایانو څخه « لیو ژونګټای» و. هغه د کاروبار د پیل لپاره له یوې ریښتینې لېوالتیا او خپلو خوبونو پرته هېڅ نه درلودل. د پانګې نه شتون د شخصي کاروبار لپاره د ده اورنۍ لېوالتیا کمه نه کړه، له همدې کبله یې له خپلوانو ۲۰۰ ینه پور کړل او کاروبار یې ورباندې پیل کړ.
نوموړي په لومړي سر کې د خپلې سیمې د کمپنيو لپاره د اورو ضد رنګ تولیداوه. د هڅو له کبله یې په لنډ وخت کې کاروبار پراختیا وموندله.
په ۱۹۸۹ کال کې یې د المونیمو کاروبارو ته مخه کړه. د المونیمو د تولید فابریکه یې جوړه کړه. ده له هماغه پيله خپل کارکوونکي په ځیر څارل او هڅه یې کوله چې هغوی د خپلې کمپنۍ لپاره ډېر کار وکړي. دی د لټو کارکوونکو پر وړاندې د ژر ګام پورته کولو له کبله مشهور هم دی.
لیو وايي دقت او سخت کار دوه هغه عوامل دي چې نوموړی یې تر میلیاردرۍ رسولی دی.
لیو په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې له یوه هانګ کانګي سوداګر سره په ګډه د « China Zhongwang» په نوم د المونیمو کمپنۍ جوړه کړه.
دغه کمپنۍ اوسمهال په نړۍ کې د المونیمو دویمه او په اسیا کې تر ټولو ستره کمپنۍ ده.
د تېر کال تر نیمايي وروسته ژونګوانګ کمنپۍ وروسته تر هغه له ستونزو سره مخ شوه چې یوې امریکايي کمپنۍ په فساد تورنه کړه. دغه تورونه د ژونګوانګ کمپنۍ له لوري رد شوي دي.
د دې کمپنۍ رییس او اجرایوي مشر اوس هم لیو ژونګټای او مرکز یې د چین په « لیائونینګ» ولایت کې دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د لیو ژونګټای پانګه دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بللې ده چې په توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په چین کې ۵۳ ام ځای لري.
نوموړی ۵۱ کلن دی، د لیائونېنګ د راډیو او تلوېزیون له پوهنتون څخه دیپلومه لري، واده یې کړی او په همدغه ولایت کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ