هاني ټوسبې کاسپرزاک؛ تر ټولو شتمنه ډنمارکۍ


د « ECCO» په نوم د بوټ برنډ په نړیواله کچه مشهور دی او تاسې یې هم ښايي نوم اورېدلی وي. «Hanni Toosbuy Kasprzak» د دغه برنډ د بنسټګر لور ده.
هاني په ۱۹۵۷ زېږدیز کال په ډنمارک کې زېږېدلې ده. همدا چې ښوونځی یې بشپړ کړ د پلار په غوښتنه یې له کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شوه.
پلار یې په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې د بوټونو د جوړولو یو کوچنی کاروبار پیل کړ. د بوټونو د ښه کیفیت له کبله یې په لږ وخت کې کاروبار ډېر پرمختګ وکړ. تر شاوخوا ۱۸ کلو وروسته په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې یې د لومړي ځل لپاره له ډنمارک د باندې فعالیت پیل کړ.
د کاروبار پراختیا د کمپنۍ له پلور سره مرسته وکړه او په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې یې د لومړي ځل لپاره یو میلیونه جوړې بوټ وپلورل.
وروسته یې په ۱۹۹۶ زېږیز کال کې د کمپنۍ لپاره د ډیزاین او څېړنې مرکز هم په ډنمارک کې جوړ کړ.
هاني ټوسبې چې کله له ښوونځي فارغه شوه، پلار یې د لوړو زده کړو پر ځای له کورنۍ سوداګرۍ سره د یو ځای کېدو غوښتنه ترې وکړه. دې هم د هغې غوښتنه ومنله او تر څه مودې وروسته د ایکو کمپنۍ د کارونو لپاره هند ته ولاړه.
په هند کې تر یو کال تېرولو وروسته جرمني ته ولاړه او په ۱۹۷۷زېږدیز کال کې بېرته ډنمارک ته ستنه شوه.
ایکو اوسمهال په نړیواله کچه د بوټونو د تولید په برخه کې مشهوره کمپنۍ ده.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا کمپنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پلور ۱۴۰۰۰ څانګې او ۱‍۹۸۰۰ کارکوونکي لري.
فوربس مجله وايي ایکو کمپنۍ په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې ۲۰ میلیونه جوړې بوټ پلورلي دي.
د کمپنۍ بنسټګر او د هاني پلار په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې مړ شو او تر هغه وروسته د کمپنۍ مشري د دې خاوند ته پاتې ده.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د هاني ټوسبې کاسپرزاک پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام او د ډنمارکي میلیاردرانو ترمنځ پنځم ځای لري. البته د ټولو ډنمارکي میلیاردرانو ترمنځ یې ځای پنځم دی، خو په ښځو کې تر ټولو شتمنه ډنمارکۍ ده.
۵۸ کلنه هاني چې د ډنمارک هاردسېلف کې اوسي، دوه اولادونه لري، چې زوی یې د ګلف مشهور لوبغاړی او لور یې د اس ځغلولو لوبغاړې ده.
سرچينه: هميانۍ