
دغذايي چارو کارپوهه اسراء کولا وايي: انار، پوست او جوس یې ډېره ګټه لري، ځکه دلوړې کچې فسفور، کلسیوم، پوټاسیوم، وسپنه، ویټامین ای ، بي او سي لري.
کولا وايي: انار ډېره با ارزښته او قیمتي مېوه ده ډېر ویټامینونه لري او اسید ضد وړتیا لري، نوموړې سپارښتنه کوي، چې په ژمي کې باید پوره اندازه انار وخوړل شي، که له شنو چایو سره پرتله شي انار ترې ډېر اغیزناک او ځواکمن دی.
کولا د انار ځینې ګټې داسې بیانوي:
د زړه او رګونو روغتیا ساتي، فشار راټیټوي، دیو شمېر ویټامینونو له برکته دانسان بدن له یو شمېر ناروغیو خوندي کوي.
هغه کسان، چې دسرطان، زړه او درنګونو ناروغي لري باید دوی ډېر انار وخوري، کولا زیاتوي: هغه کسان، چې له ښې روغتیا څخه برخمن دي دانار خوړل ورته ګټه رسوي.
دانار په اړه ترسره شوې څیړنې وايي: هغه کسان، چې لوړ فشار لري که دوی چیرې د دوو اونیو لپاره هره ورځ ۵۰ ملي لیتره دانار جوس وڅښي ۵٪ به یې فشار راښکته شي، انار دوینې پر فشار مثبت اغیز پریباسي.