
سره له دې چې په ختیځ کې لا هم دا خبره دومره نه ده دود شوې، خو په لوېدیځ کې د نورو کارونو ترڅنګ ودونه هم په ډېری مواردو کې د اقتصادي محلوظاتو پر اساس کېږي.
« هیدي هورټن» د پیسو په خاطر له داسې کس سره واده وکړ چې عمر یې تر دې ۳۰ کاله زیات و.
هیډي د ۱۹۴۱ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۳ مه نېټه زېږېدلې ده. د ۱۹ کلونو وه چې په اتریش کې له هېلمېټ هورټن سره په یوه بار کې مخ شوه.
له دې کبله چې هېلمېټ په جرمني کې د حلقوي پلورنځیو یوه شبکه درلوده، هیډي له دومره ستر سني تفاوت سره سره واده ورسره وکړ.
هېلمېټ چې د قاضي زوی و، لومړی یې د « Düsseldorf» او وروسته یې د ډویسبرګ په نوم له پلورنځیو سره کار کاوه.
په ۱۹۳۹ زېږدیز کال کې وروسته له دې چې په جرمني کې نازیان قدرت ته ورسېدل، د پلورنځي مالکان چې یهودان وو امریکا ته وتښېدل او پلورنځی یې هېلمېټ ته پاتې شو. له نازیانو سره د اړیکو جوړولو له لارې یې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړه او نور پلورنځي یې هم واخیستل.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دی هم برېتانوي ځواکونو ونیوه؛ خو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې یې بېرته ازاد کړ. تر ازادۍ وروسته یې بیا خپل کاروبار ته دوام ورکړ تر دې چې خپل حلقوي پلورنځی یې په جرمني کې د خپل ډول څلورمه ستره شبکه کړه.
ان په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې د هغه له پلورنځیو سره دوه نیم زره کسانو کار کاوه او کلني عواید یې یو میلیارد یورو ته رسېدل.
په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې یې خپلې ډېره برخه ونډې وپلورلې او د کمپنۍ له مشرۍ یې هم تقاعد وکړ.
په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې مړ شو او شتمني یې مېرمنې هیډي ته پاتې شوه.
هیډي له مېړه د ورپاتې کاروبار له برکته نن میلیاردره ده.
نوموړې خیریه کارونه هم ترسره کوي، خو د تجملي ژوند شوقي ده چې د همدې شوق له کبله یې تر ځان له ۳۰ کاله مشر کس سره واده وکړ.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه د نوموړې پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام او د اوتریشي میلیاردرانو ترمنځ څلورم ځای لري. البته په اتریش کې تر ټولو شتمنه مېرمن ده.
نوموړې له کبله د اتریشي میلیاردرانو په ډله کې راځي چې د جرمني تابعیت یې نه دی اخیستی او اوس هم د اوتریش په تابعیت لري.
سرچينه: هميانۍ