سپينه خبره

پيل مو په سندرو کړه ژړا شوله
ښــــه سپينه خـــــــبره وه بلا شوله
ما ودانـــــــوله رانه ورانــــــه شوه
ښکـــــلې مدينه وه کـــــربلا شوله
ړنګې شوې ماڼۍ د باورونو کې
وســوه ((غلغله)) شوله تالا شوله
ټــــولو په رڼو سـترګو ليدلی دی
څه به وايـــــم چا وکړه د چا شوله
پيټی د ګناه که يې په ســـروړمه
نورونورو کـــــــړې وه زما شوله