زمــــــا دوه سترګـــــې په ﻻر وې تــــه رانه غلې
ستــــــا راتلـــــــو ته انتظـــــــار وې ته رانه غلې
مات نــــــظر مــــــې د ګــيلو ﻻره کې ناســــت و
مساپر مــــې ((يوسف)) يار وې تــــه رانه غلې
انځــــــــورونه دې په خـــــــيال کـــې لر اوبر تله
د خـــــــــوږې مـــــــينې يادګار وې ته رانه غلې
ټولـــــه شــــــــپه مې د خيــــــال ناوې وي ګلونه
تورو شـــــــپو ته مې ســــــهار وې ته رانه غلې
ﻻس تـــــر زنــــــــې مــــــــې اوږدې ﻻرې څارلې
خوارې هــــــيلې مې په ﻻر وې تـــــه رانه غلې
ما وې نن ســــــبا به راشـــــې زړه مـــــــې وايي
ما ته ګــــــرانه په وار وار وې تــــــه را نه غلې
مــــــلغلرې مــــې ســــتا ﻻره کـــــې شـــــيندلې
اوښکې ســـــترګو کې کـتار وې ته رانه غلې
هـــــديرې ته مـــــې را نه شــــــې ګـــــيله من يم
چې په ژوند کې مې په کار وې ته را نه غلې
وروستي