
دویم ــ روغتیا: د خوست روغتیا یی وضعیت نن ورځ د پخوا په پرتله بیخي بدلون کړی، په پخوا وختونو کې مجهز روغتونونه، معاصر درمل، او اوسني طبي ډاکتران نه وو. د زمونږ کلي د سپین ږیرو له خولې مې اوریدلي چې د نادر خان، ظاهر خان او حتی تر هغې وروسته ډیر مهال په خوست کې ډاکټران نه وو، خلکو به په یوناني طبابط درملنه کوله، که څوک به ناروغ شو، نو د غوا یاپسه اوژغنې( څرمنې) ته به یې اچوه، که ماشوم به یی ختنه کولو نو د کلي ډم به دا کار ترسره کوه، د غاښ ایستل هم د کلیوالي خلکو لخوا وو، ډیرې ناروغۍ به د ملا د دم په اساس جوړیدې.
په هر صورت د ساینس، ټکنالوژۍ او د طب په پراختیا سره په خوست کې هم په روغتیايي لحاظ ژور او مثبت بدلون راغلی، نن ورځ په خوست کې د طب پوهنځیو فارغ ډاکټران، متخصصین، شخصي او دولتي روغتونونه شته، چې د خلکو ستونزې تر یو بریده حلوي. خو اوس مهال هم د تکړه ډاکترانو او د موثر درمل د نشتوالي له وجهې خلک خپل مریضان کابل، پېښور، پاکستان، هند، ترکیې... ته بیایی او دلته د یو شمیر مرضونو درمل نه کیږي. روغتیایي خدمتونه که څه هم د پخوا په نسبت زیات شوي خو د خلکو د پوره لاسرسي وړ ندي. په کلیو او بانډو کې ډېر کم شمیر ډاکټران پیدا کیږي، ښځینه ډاکترانې په ولسوالیو کې په نشت حساب دي. ما چې د خوست د روغتیا ریاست د یو شمیر کارکوونکو سره ولیدل او د خوست ښار د بیلابیلو ولسوالیو د اوسیدونکو سره مې خبرې وکړې، نو په روغتیايي برخه کې خلک جدي ستونزې لري او باید لازمه پاملرنه ورته وشي. د روغتیا ریاست د کارکوونکو په وینا چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ۶۰٪ دی، خو دا شمیره دقیقه ځکه نده، چې په ولسوالیو، لرې پرتو سیمو او همدارنګه په کلو او بانډو کې ډېر شمیر خلک هېڅ ډول روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نلري او یو کم شمیر خلک ددې خدمتونو څخه برخمن دی، او دا خدمتونه هم په خصوصي ډول خلکو ته وړاندې کیږي او د دولت له لوري ندي، د دولت کوم کلینیکونه چې جوړ شوي نه سم ډاکتران لري او نه درمل. ولس د روغتیايي خدمتونو غوښتونکی دی، او د دولت د هرډول روغتیايي پروګرامونو ملاتړ کوي.
دریم ــ بیا رغونه او اړتیاوې: خلک غواړي چې په سوله او ارمۍ کې ژوند وکړي، اقتصاد یې ښه شي، اولادونه یې تعلیم وکړي، او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي. که څه هم د دولت له خوا په تیرو څوارلسو کلونو کې په مختلفو برخو کې ډېر کار شوی، خلکو ته تر یوه بریده کاري بوختیا وې پیدا شوي، ښوونځي، روغتونونه، کلینیکونه، سرکونه، پلونه، کمه اندازه تفریحي پارکونه، باغونه ... ورته جوړ شوي، خو دا په نشت ځکه حساب دي چې د ټول ولس اړتیاوې نه شي پ،ره کولای. بې کاري یوه جدي ستونزه ده، پوهنې کمیت زیات شوی، خو کیفیت یې بیخي راټیټ شوی. کرنه او مالداري چې د خوستوالو مهمه اقتصادي سرچینه جوړوي، بې پاملرنې پاتې شوي. پدې اساس سره لازمه ده چې دولت او ولایتي اداره د خلکو اساسي غوښتنو او اړتیاوو ته لازمه پاملرنه وکړي.