
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
ارشمیدس (Archimedes) ۲۸۷ کاله مخکې له میلاد څخه د یونان د سیراکوز په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې . اقلیدس د ده د ځوانۍ په وخت کې مړ شوی و، نو د زده کړې له پاره د مصر د اسکندریې ښار ته ولاړ . د ارشمیدس ښوونکي د اقلیدس له شاګردانو څخه وو . نوموړي د ساموس له نامتو پوهانو سره، لکه اراتوستن د اسکندریې د کتابتون مدیر، چې منجم، فیلسوف او شاعر و او د کولون له اوسېدونکي دوزینه سره، چې ریاضي پوه او لوی منجم و، دوستي لرله .
ارشمیدس له اشرافي کورنۍ څخه و، چې له زده کړې څخه وروسته خپل ټاټوبي سیراکوز ته ولاړ، د ارشمیدس ژوند په ښې آرامۍ سره تېرېده، ترڅو چې رومیانو د مارسلوس په مشرۍ پر سیراکوز باندې یرغل وکړ، د رومیانو د مقابلې له پاره، د سیراکوز پاچا په غوښتنه ارشمیدس مچینغوزه ( منجنیق ) اختراع کړه او په دې توګه یې تر درې کلونو پورې د یرغلګرو په مقابل کې ښار وساته، د پلوتارک په قول دغه منجنیقونو یا ماشینونو پر دښمن باندې ډېرې غټې تیږې غورځولې او هغوی یې تارو مار کول، تر څو چې مارسلوس د ښار د شا له خوا برید وکړ، دغه برید له میلاد څخه ۲۱۲ کاله مخکې وو، چې ارشمیدس د هندسې د یوې مسئلې په حل کولو بوخت و، چې یو نا پېژندل شوي سر تېري له ده څخه وغوښتل چې تسلیم او ورسره ولاړ شي، ارشمیدس هغه ته منفي ځواب ورکړ او د مسئلې د حل کولو له پاره یې مهلت وغوښت، خو سر تېری په غوسه شو او هغه یې وواژه . کولای شو، چې ارشمیدس د پوهې له مخې نېغ په نېغه د دکارت او نیوټن پلار وګڼو، د ده پوهه د نورو خلکو په پرتله دوه زره کاله مخکې وه، نوموړي د ستاتیک د علم، چې د جسمونو له تعادل څخه بحث کوي او همدارنګه د هایدرو استاتیک علم واضح او روښانوونکی هم و، چې هغه د مایعاتو د تعادل علم دی . هغه وکولای شول، چې د کرې، استوانې او مخروط جسمونو سطحه او حجم محاسبه کړي او د اندازه کولو نوې لاره یې د ریاضي په علم کې منځته راوړه، ده همدارنګه د پای او د اجسامو د مخصوص وزن لاس ته راوړل د هغه له خارق العاده کارونو څخه دي .
د ارشمیدس په پرتله د نړۍ د هېڅ پوه په اړه دومره افسانې نه دي ویل شوي، ویل شوي، چې یوه ورځ هیرون له یوه زرګر څخه وغوښتل، ترڅو یو طلایي تاج ورته جوړ کړي، زرګر طلاوې ترلاسه کړې او د تاج په جوړلو بوخت شو، د تاج له جوړولو وروسته، هیرون له ارشمیدس څخه غوښتنه وکړه، چې وګوري زرګر طلاوې کمې کړي او که نه . ارشمیدس د دې له پاره، چې معلومه کړي، چې زرګر د تاج په جوړولو کې تقلب کړی او که نه، له پاچا څخه یې مهلت وغوښت، تر دې چې یوه ورځ یې په حمام کې دې مسئلې ته پام شو، کله چې خپل لاس وپښې یې له اوبو ډک لوښي ته ورښکته کړل، نو یوه اندازه اوبه له لوښي څخه بهر تویې شوې؛ کومې اوبه چې له لوښي څخه تویېږي، د هغه جسم د حجم معادل دي، چې اوبو ته داخل شوی و .
په دې ترتیب یې پام شو که چېرې تاج د اوبو په لوښي کې کېږدي، د اوبو حجم چې له لوښي څخه تویېږي او یا هم په هغه کې پورته ځي، د تاج حجم دی، ارشمیدس چې ډېر هیجاني شوی و، په بیړه له حمامه را ووت او چیغې یې وهلې، پیدا مې کړ ! پیدا مې کړ. په یوناني ژبه (Heureca! Heureca) .
پاچا ارشمیدس ته دنده سپارلې وه، ترڅو د خاین زرګر د کار راز کشف او رسوا یې کړي . هیرون پاچا د زرګر په کار باندې شک درلوده او داسې یې ګڼله چې د طلاو یوه برخه، چې د شاهي تاج د جوړولو له پاره ورکړل شوې وې، ځانته ستنه کړې او پاتې نورې طلاوې یې له سپینو زرو او نورو فلزاتو سره، چې ډېر ارزانه و، ګډې کړي او شاهي تاج یې ترې جوړی کړی دی .
که څه هم ارشمیدس پوهېده، چې بېلابېل فلزات ځانګړی او متفاوت وزن لري، خو تر هغې شېبې پورې یې داسې فکر کاوه، چې باید شاهي تاج ویلې کړي او هغه بېرته لومړني حالت را وګرځوي، ترڅو وکولای شي، چې په همدې اندازه له خالصې طلا سره یې پرتله کړي، مګر په دې تګلاره کې شاهي تاج هم له منځته ته، نو هغه مجبور و، چې د دې کار له پاره بله لاره چاره ولټوي . په هغه ورځ، چې د حمام په لوښي کې ناست، وې لیدل چې د لوښي اوبه را پورته شوې او پرته له ځنډه په دې باندې پوه شو، چې بدن یې په لوښي کې د اوبو یوه ټاکلې اندازه بېرته کړې او بدن یې هلته ځای نیولی دی .
ارشمیدس په بیړې او وارخطایۍ سره کورته راغی او د دې موندنې عملي ازمېښت یې پیل کړ او هغه داسې فکر وکړ، چې هم کچه اجسام د اوبو ورته اندازه لرې کوي، خو که د وزن له پلوه موضوع ته وګورو، د طلا یوه نیم کیلویي ټوټه په ورته وزن د سپینو زرو له یوې نیمې کیلویي ټوټې څخه کوچنۍ ده، ( طلا تقریباً د سپینو زرو دوه برابره وزن لري ) په دې ترتیب باید لږه اندازه اوبه لرې کړي . دا د ارشمیدس فرضیه وه او د هغه ازمېښتونو دا فرضیه ثبوت کړه . د دې کار له پاره نوموړي د اوبو یوه لوښي او له ورته وزن سره درې وزنونو ته اړتیا لرله، چې دا درې وزنونه عبارت وو : له خالصې طلا سره هم وزنه شاهي تاج او بیا له هغو خالصو سپینو زرو سره هم وزنه . نوموړي په خپل دې ازمېښت کې دا معلومه کړه، چې شاهي تاج د خپل هم وزنه طلا په پرتله د اوبو ډېره اندازه بېرته وهي، مګر د اوبو دا اندازه د هغو اوبو له اندازې څخه ډېره کمه ده، چې د خالصو سپنیو زرو هم وزنه یې ټیل وهي . په دې ترتیب دا ثابته شوه، چې شاهي تاج له خالصې طلا څخه نه دی جوړ شوی، بلکې خاین زرګر هغه د سپینو او سرو زرو له مخلوط څخه جوړ کړی دی . په همدې ترتیب ارشمیدس د طبیعت له رازونو څخه تر ټولو غوره راز کشف کړ، هغه دا چې کولای شو، کلک اجسام د یوه اندازه اوبو په واسطه، چې د هغو له خوا ټیل وهل کېږي، اندازه کړو . دا ( د ځانګړي وزن ) قانون، چې تراکم ورته وایي ( د ارشمیدس اصل ) په نامه یادېږي . له ۲۳ پېړیو وروسته نن هم ډیری پوهان په خپلو محاسبو کې په دې اصل تکیه کوي .