د تــېر ژوند په خـــاطرو پسـې ژړېږم
د څــپو په څـــېرې لاړې نه پــوهــېږم
چې د شپې په خوب كې راشي كله كله
لــېونو په شانــته ځان ســره خــندېــږم
بريالــى د يار په وصـل باندې نه شـوم
تر مرګي پورې به زه مــدام ځــورېږم
داغـــي زړه د يار له كلــي يم راغلــى
وصـل نه غــواړم ليـدو پــسې كـړېـږم
ورك يم زه خـالد په ياد كــې يې مــدام
ښــايــي زه به كلــه يار تــه وريادېــږم
وروستي