غزل

 
 
زه شــرابي نه يم خو د يار په ياد مې څښــلي دي
دا چــې زه نشــه يم دا مې ټول په ځان مـنلـي دي
 
دلته ښكلې ډېرې دي خو لاس د وېرې نه وروړم
ماته چــې راغـلــي ما د يار پــه ياد شــړلـــي دي
 
هــره شــــېبه ژاړم ســتا د ميــنې د غــمــو ســره
داسـې راته ښــكاري تا هــم ما پســې ژړلــي دي
 
نن مـې ســـترګه رپي ښــايي تا ســره ديدن وكړم
لارې د راتـلــو مې درله هر وخــتې څارلـــې دي

 
نه كوم ګومان چـې بـې له تا به ژوند امـكان لـري
ستا بېلـتون ته ما د مرګ په سـترګه تل كتلــي دي
                       
             \"\"