
د نړۍ د شتمنو د ژوند تر مطالعې وروسته سړی پر دې ډاډه کېږي چې شتمنېدل په اصل کې د خلاقیت پایله ده.
ډېری هغه کسان چې نن میلیاردران دي، حتما یې یو نوښت او داسې کار کړی چې د ډېرو خلکو ور فکر نه وي.
فرانسوی«Philippe Foriel-Destezet» خلکو ته د کار پيدا کولو له لارې میلیاردر شوی دی. دا داسې کار دی چې ډېره پانګه هم نه غواړي، خو د ډېرو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ښه سرچینه ګڼل کېدای شي.
پيلیپ فورېل- ډېسټېزېټ په ۱۹۳۵ زېږدیز کال په فرانسه کې زېږېدلی. نوموړي تر لومړنیو زده کړو وروسته د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اې اې سي په نوم له یوه پوهنتون څخه د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده.
پیلیپ په ۱۹۶۴ زېږیز کال کې د «اېکو» په نوم د کارموندنې یو بنسټ جوړ کړ. د هغه د هڅو په پایله کې تر ۱۹۸۰ کال پورې اېکو په فرانسه کې د کارموندنې په تر ټولو ستر مرکز بدل شو.
ده پر دې هم بسنه ونه کړه چې بنسټ یې دې یوازې په خپل هېواد کې د کارموندنې تر ټولو ستر بنسټ وي، بلکې د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره یې هڅو ته دوام ورکړ. د همدې هڅو یوه برخه د ځان لپاره د یوه غوره شریک پيدا کول وو.
ده په ۱۹۹۶ زېږدیز کال د اېکو په نوم خپله کمپنۍ د اډیا په نوم د کار موندنې له یوې سویسي کمپنۍ سره مدغمه کړه.
د دې دواړو کمپنو تر ادغام وروسته د «ادیکو» په نوم کمپنۍ رامنځته شوه چې اوسمهال په نړۍ کې د استخدام تر ټولو ستره کمپنۍ ده او له لارې یې پيلیپ میلیاردر شوی.
د فوربس په مجله کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې اډیکو د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې ۵۱۰۰ څانګې او ۳۵ زره فول ټایم کارکوونکي لري.
نوموړي په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د کمپنۍ له مرستیالۍ استعفی وکړه؛ خو په ۲۰۰۶ کال کې افتخاري مشر شو.
پر دې سربېره پیلیپ په لوګزامبرګ کې د اکیلا فایننس په نوم د مالي خدماتو په کمپنۍ کې شپږ سلنه ونډې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۶ مه نېټه د نوموړي پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په فرانسه کې ۱۸ ام ځای لري.
۸۰ کلن پيلیپ فورېل- ډېسټېزېټ واده کړی، څلور اولادونه لري او د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ