څېړنه: حامله ښځه باید دکچالو له خوارکه ډډه وکړي.

 
یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ ښځو وضعیت څیړلې دی، چې دا مالومه کړي،چې غذا او خواړه له  دحمل له شکر ناروغۍ سره څه تړاو لري، په بله مانا دحمل پرمهال  خواړه دشکر ناروغي رامنځته کوي او کنه ؟
وروسته مالومه شوه، چې هغه ښځې، چې حمل لري او په اونۍ کې یې یو ځل کچالو خوړلې دی دوی د شکر ناروغۍ احتمال ۲۰٪ زیات شوی دی، هغه ،چې په اونۍ کې یې ۴-۲ ځل کچالو خوړلی دی دا احتمال بیا ۲۷٪ ته لوړ شوی دی، هغوي، چې په اونۍ کې ۵ ځل کچالو خوړلی دی دا احتمال بیا ۵۰٪ زیات شوی دی.
که حامله ښځه په اونۍ کې دوه ځل سبزي وخوري کېدای شي دشکر ناروغۍ احتمال ۱۲٪ کم شي.
دروغتیايي چارو کارپوهه ډاکتر جان شویلین وايي: دشکر دناروغۍ لامل دادی،چې کچالو د لوړې کچې غوړ  لري او دا په وینه کې دشکر دزیاتیدو لامل ګرځي.
دحمل پرمهال وینه کې دشکر د ډیریدو له کبله کېدای شي د ستړیا، ناروغي، دسترګو دلید کمزورتیا او نورې ناروغۍ رامنځته شي او ځینې له زیږون وروسته هم دوام وکړي.