چارلیز ډانسټون؛ په ۶ زره فونډه له پیل کړي کاره میلیاردر شوی


که هر څومره ښه دنده ولری، یوه ورځ نه یوه ورځ به د شخصي کاروبار یا سوداګرۍ هیله درسره پیدا کېږي. ژر یا پس نږدې ټول کارکوونکي دې پایلې ته رسېږي چې له شخصي کاروبار پرته په واقعي معنا مالي خپلواکۍ ته رسېدل ستونزمن دي.
سره له دې چې دا د ډېری کارکوونکو هیله ده؛ خو د شخصي کاروبار د پیل لپاره د مناسب فرصت تشخیص او د دندې له لاسه ورکولو ګواښ لږ خلک مني.
برېتانوی « چارلیز ډانسټون» د کاروبار فرصت تشخیص کړ او دنده یې ورته پرېښووده چې له برکت یې نن میلیاردر دی.
چارلیز ډانسټون د ۱۹۶۴ زېږدیز کال د نومبر په ۲۱ مه نېټه د « سافرون والډن» په سیمه کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په « اپنیګم» ښوونځي کې کړې؛ خو لوړې زده کړې یې نه دي کړې.
پلار یې له برېټش پټرولیم کمپنۍ سره کار کاوه. ده هم د یوې کمپنۍ د پلور په څانګه کې دنده واخیسته. په همدې کمپنۍ کې د کار پر مهال یې د شخصي کاروبار لپاره فرصت تشخیص کړ. ده ولیدل چې په برېتانیا کې ډېری خلک موبایلونه اخلي او د موبایلونو کاروبار د شتمنېدو لپاره ښه فرصت دی.
له همدې کبله یې د موبایلونو سوداګري پیل کړه. شپږ زره فونډه چې له معاش څخه سپما کړي وو، د موبایلونو په سوداګرۍ کې بند کړل.
ده به موبایلونه راوړل او د خپل کور په مخ کې به یې پلورل.
له همدې شپږ زره فونډو پیل شوی کاروبار اوس په برېتانیا کې د موبایلونو پر یوه ستر حلقوي پلورنځي بدل شوی چې له برکته یې چارلیز میلیاردر دی.
ده د« کارپون وییرهوس» په نوم حلقوي پلورنځی د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په اګېسټ کې د الکترونیکي توکو له یوه ستر حلقوي پلورنځي «Dixons» سره ادغام کړ.
اوس یې نوم« Dixons Carphone» شوی او مشر یې هم چالیز دی.
ده د بېسټ بای په نوم د موبایل یوه کمپنۍ هم درلوده چې اوس یې ۵۰ سلنه ونډې په کې پلورلې دي.
دغه راز یې د ټاک ټاک په نوم د مخابراتي خدماتو یوه کمپنۍ وه چې تر ادغام وړاندې یې له کارپون څخه بېله کړې ده.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۵ مه نېټه د چارلیز ډانسټون پانګه دوه اعشاریه یو میلیارد ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ یم او په برېتانیا کې ۲۱ ام ځای لري.
چالیز ډانسټون واده کړی، اولاد نه لري او د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ