افغانان که جنګي چرګان؟!


څو میاشتې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ شو چې بودایان د برما په مسلمانانو ظلم او زیاتی کوي، خلکو ډیر دردونکي تصویرونه په خپلو فیسبوکونه شریکول رښتیا هم چې ځینې یې ډیر دردونکي وو، خو هغه تصویرونه چې څومره حقیقي وو والله هو علم.
لنډه دا چې د نړۍ مسلمانان یې ډیر په قهر کړي وو، خصوصآ  افغانان يې دومره سخت په غوسه  کړي وو، چې ډیرو افغانانو برماته د تګ هڅې کولې ما ډیر داسې ځوانان ولیدل چې برما ته د تګ ډیر شوقې وو.
همدا ورځې وې په فیسبوک کې هرچا دردونکي تصویرونه خپرول، پوهتنون ته لاړم د حقوق وجایب ساعت مو درلود  استاد راغلو خپل درس یې پیل کړ. استاد په نورو ورځو پوره درسي ساعت درس راکولو، خو په دې ورځ یې شل دقیقې مخکې درس خلاص کړ په څوکۍ کیناستو وویل: ښه ګرانو محصلینو د برما نه څوک نوي مالومات لری او کنه؟
هر محصل  چې هر څه د فیس بوک په هنداره لیدلي وو استاد ته یې کټ مټ بیان کړل. استاد سور سور واوښت، یو ناڅاپه یې وویل څوک تیار دي چې برما ته د جهاد لپاره لاړ شي؟ ټول غلي شول ځکه موږ پوهنتون ته د درس لپاره راغلي وو نه د جهاد لپاره. ما ورته وویل: استاده محترمه زه ځم خو په یوه شرط!  راته يې وویل:په کوم شرط؟ وایه شرط دې! ما ورته وویل: باید ته دې قوماندان په صفت را سره لاړ شې موږ ټول محصلین د عسکرو په صفت در سره تګ ته تیار یو. استاد راته وویل چې زه خو ښځه او لوڼه زامن لرم تاسو خو مجردان یاستی. ټول ټولګیوال په خندا شول بیا مې ورته وویل چې ښه استاده څوک مو لیږي برما ته؟ وویل چې ترکیه په دې وخت کې یې د رخصتي زنګ وواهه همدې زنګ استاد را نه خلاص کړ.

اوس هم ځینو رسنیو رېپوټونه خپاره کړل، چې ایران شیعه افغانان  یمن ته د جنګ لپاره لیږلي دي او سعودي هم هڅه کوي چې سني افغانان د شیعه ګانو پر ضد یمن ته ولیږي، دې خبرو خو زه هک پک حیران کړم.
نه!!! یوازې موږ افغانان  خدای د جنګ لپاره پیدا کړي یو، ولې ایران او سعودي ولې خپل شبابان د یمن جنګ ته نه لیږي  زموږ نفوس ډیر دی که د ایران ؟
خو دا حال موږ په خپله په ځان را وستلی دی، هیچا ته مو ونه ویل چې موږ خو څه جنګي چرګان نه یو چې جنګونه ته مو روان کړي یو؟ هیچاته مو ونه ویل چې ولې یوازې موږ د جنګ لپاره خدای پیدا کړي یو؟  ځکه خو په موږ نه سعودي ګرم دی نه ایران موږ له هر چا سره لکه تړلي چرګان روان وو او په هر چا بیځایه ننګونه کوو. او هیچا ته مو و نه ویل چې ځه بابا موږ افغانان خو څه د یمن ایران سعودي او عراق ساتونکي نه یو.