څېړنه : دځیګر دساتنې لپاره ځینې وړاندیزونه ....

 
ځیګر دانسان په بدن کې تر ټولو ستر غړی دی، دندې یې ډیرې دي او له بدن سره کوښښ کوي، چې غوړ، ویټامینونه، کولسترول هضم کړي، هرمونونه ، ګولیګوزتنظیم او انرژي زیرمه او له بدن څخه زهر لري کړي.
ددې غړي له ارزښت سره سره بیا هم کله کله دځیګر اړوند دځینو ناروغیو نومونه اورو،دا ناروغۍ له ویروس، میکروب  څخه پیدا کیږي ، مخدرات، الکول یې دځیګر دناروغۍ لامل ګرځي، دا هم دیادونې ده که چیرې دخیټې په برخه کې له اړتیا زیاته غوړ او وازده شتون لري دځیګر دناروغۍ لامل ګرځي.
دځیګر دناروغۍ ځینې نښې :
ډاکتر جابریان، چې دځیګر دناروغۍ متخصص دی ځینې نښې په دې توګه  راغونډې کړې دي:
دپوستکي او سترګو درنګ ژیړوالی.
دخیټې پړسوب او درد.
دپونډیو او مټ په برخه کې ددرد احساس
. دپوستکي خارښت.
د اوږدې ستړیا احساس.
داشتهاء ورکیدل.
دمیتازو درنګ بدلیدل.
له ډکو میتازو سره دوینې شتون، یا یې د رنګ توریدل.
اوس څه باید وشي، چې دځیګر له ناروغۍ ځان وژغورو یا یې کنترول کړو
دځیګر دناروغیو امریکايي موسسه Medline Plus وايي: له ډاکتر سره له سلاومشورې، دوینې او ځیګر له معایناتو وروسته باید ناروغه دخپل ژوند بڼه یو څه بدله کړي، چې ښه درملنه یې وشي، دامهال باید یو څه ستونزه پر ځان ومني.
له سګرټو لاس اخستل
. دډاکتر له مشورې وروسته ددرمل کارول
. دالکولو له څښلو لاس اخستل
. داومه کب او غوښې له خوړولو لاس نیول
. که ناروغ، چیرې وزن درلود، باید یو څه وزن له لاسه ورکړي، دخیټې په برخه کې باید ډیر غوړ  راټول نه شي
. که چیرې  دشکر او فشار ناروغۍ څخه ځوریده باید خپلې روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي
. د ځیګر دپړسوب ضد واکسین باید وکړي
. هڅه دې وشي،چې ډېر غوړ خواړه باید ونه خوړل شي، دکولسټرول اندازه باید کنترول شي
. ډېره مالګه دې نه کاروي، ځکه  ډېره مالګه دبدن اوبه او مایعات بندوي، ځیګر ستړی کوي، دهوږې او مساله جات په خوړو کې دې احتیاط کوي. هره ورځ باید نیم ساعت سپورت وکړي، که شونتیا یې وه دا موده باید ډیره شي، دا هم دیادونې ده، چې په منظمه توګه سپورت او غذايي رژیم د وزن دکمولو او دځیګر دروغتیا تر ټولو ښه سیستم دی.