څېړنه: که هره ورځ هوږه وخورئ۸۰٪ د زړه له ناروغۍ څخه ژغورل کیږي.

 
د کالیفورنیا پوهنتون اړوند دلاس انجلس انسټیټوټ څیړونکو موده وړاندې پر ۵۵ داسې وګړو، چې په خپله خوښه حاضر وو، چې دا څیړنه پرې ترسره شي ، د دوی عمرونه د ۴۰ او ۷۵ کلونو ترمنځ وو، دوی ځانګړی غذايي رژیم درلود.
له څیړنې وروسته څرګنده شوه، هغه کسان، چې هوږه یې خوړلې ده یا هغه مواد، چې هوږه یې په ترکیب وه ، د دوی په بدن کې هغه څه راکم شوي وو، چې درګونو دبندښت لامل ګرځي د دوی او نورو ترمنځ ۸۰٪ توپیر وو.
څیړونکو دڅیړنې برخوال پر دوو برخو ویشلي دي، لومړنۍ ډلې ته ۲۴۰۰ ملیګرامه هوږه ورکړې او دویمې هغې ته یې پوره کال وهمي درمل ورکړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي: د زړه  او درګونو دبندښت ناروغي دهغو ناروغیو په سر کې راځي، چې دمړینې لامل ده.
څيړنه وايي: د هوږې کارول او خوړل د زړه ناروغۍ مخه نیسي او پردې سربېره هغه ناروغۍ لکه هېرول، ګوزڼ او د لاسونو دریږدیدا، چې د عمر له ډیریدو سره رامنځته کیږي مخه یې نیسي.