هوبرټ بورډا؛  د ۳۰۰ مجلو د امتیاز خاوند


جرمنی « هوبرټ بورډا» په دغه هېواد کې د رسنیو د یوه ستر ګروپ مشر دی.
دغه ګروپ « Hubert Burda Media» نومېږي چې بنسټ یې په ۱۸۹۸ زېږدیز کال کې د هوبرټ د نیکه لوري له یوې چاپخونې اېښوودل شوی دی.
وروسته یې کاروبار د رسنیو برخې ته وغځاوه او د مجلو چاپ ته یې مخه کړه. تر ۱۹۴۵ زېږدیز کال پورې کاروبا د پراختیا په حال کې و، خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له ستونزو سره مخ شو.
دوی دغه مهال د «S rag» په نوم د مجلې چاپ ودراوه او یوازې به یې د جرمني جنرالانو لپاره د جګړې په موخه نقشې چاپولې. تر دویمې نړیوال جګړې وروسته د هوبرټ پلار او مور په ګډه یو ځل بیا د مجلو چاپ ته مخه کړه؛ خو دا ځل یې تمرکز د سینګار په اړوندو مجلو و.
له چاپخونې پیل شوی کاروبار اوسهال په جرمني کې د رسنیو په ځانګړي ډول مجلو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی چې تر ټولو ستر ونډوال یې هوبرټ دی. نوموړی تر ۲۰۱۰ زېږدیز کال پورې د دغه ګروپ مشر و.
ده په دې وروستیو کې د هوبرټ بورډا میډا ۴۰ سلنه ونډې خپل زوی او لور ته ورکړې، خو ۶۰ سلنه یې لا هم له ده سره دي.
په فوربس مجله کې د خپرو شویو شمېرو له مخې هوبرټ بورډا میډا په جرمني او له دغه هېواد د باندې په نورو هېوادونو کې ۳۰۰ مجلې خپروي. د هغو مجلو ترمنځ چې د دغه ګروپ له لوري چاپېږي مشهورې یې « اېلې، انسټایل او پلې بای» دي.
د دغه ګروپ یوازې د دیجتل بڼې کلني عوایدو تر دریو میلیاردو ډالرو پورې رسېږي.
د بورډا سټایل په نوم یوه بل مجله یې چې د رسنیو له یوې امریکايي کمپنۍ سره یې په ګډه له ۲۰۱۳ کال راهیسې پیل کړې، د عواید په ښه سرچینه بدله شوې ده. ویل کېږي د دې مجلې هم چاپ شوې بڼه ښه پلورل کېږي او هم یې دیجیتلي بڼه.
هوبرټ بورډا له دې کبله هم مشهور دی چې د جرمني له یوې مشهورې هنرمندې « Maria Furtwangler» سره یې واده کړی دی.
دغه میلیاردر د کولمو له سرطان سره د مبارزې لپاره یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی دی.
دغه بنسټ یې وروسته له دې جوړ کړی چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې یې ۳۳ کلن زوی د کولمو سرطان وواژه.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه د هوبرټ بورډا پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام او په جرمني کې ۵۲ ام ځای لري.
دوه اولادونه لري او په مونیخ کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ