د سترګو د پیاوړتیا او آرامتیا له پاره اته تمرینونه

 
  سترګې د انساني بدن له بنسټیزو غړو څخه شمېرل کېږي، چې آرام ته اړتیا لري. سترګو او ذهن ته په آرامتیا ورکولو سره، سترګې په چټګ ډول دې ته چمتو کېږي، چې یو ځل بیا په عادي ډول خپل کار ترسره کړي .
  د تاسو له پاره لاندې ځینې تمرینونه بیانوو، چې دا تمرینونه له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلو سترګو ته آرامتیا ورکړئ او د لید ځواک یې پیاوړی کړئ .
  د دې تمرینونو له پاره تر ټولو مهم ټکی دادی، چې د لومړۍ ستړیا په لیدلو سره، له تمرین څخه ډډه وکړئ او سترګو ته آرامتیا ورکړئ . هېر مو نه شي، چې هر تمرین په یوه وخت کې له درې ځلو څخه زیات ترسره کړئ .  
۱ ـــ سترګو ته آرام ورکول :
  پرځمکه کېنئ او خپلې څنګلې په خپلو زنګنونو کېږډئ او په ډېرې آرامۍ خپلې سترګې وتړئ او د خپل لاس ګوتې په خپلو سترګو کېږدئ، تر څو سترګې د ګوتو تودوخه احساس کړي . پام مو وي، چې سترګې په بشړه توګه پوښل شوې وي او رڼا ور ونه رسېږي او دغه راز دې ته مو هم پام وي، چې خپل د ملا تیر او سر مه کږوئ او باید د ۹۰ درجې زوایې په بڼه په ولاړ او ستوار حالت کې قرار ولري . په دې وخت کې په شمېرلې بڼه ساه وباسئ . د ساه ایستلو پرمهال لومړی په آرامه توګه سترګې ښي لوري ته او وروسته ښکته خواته وګرځوئ او د بیا ساه ایستلو پرمهال لومړی سترګې چپ اړخ ته او وورسته پورته خواته وګرځوئ .  
  له دې حرکت وروسته مستقیماً مخې ته وګورئ، ساه وباسئ او د امکان تربریده سترګې پرانیزئ؛ بیا ساه واخلئ او د یوې شېبې له پاره بڼو ته فشار ورکړئ .
۲ ـــ د ګړندي لید تمرین:
  په لاندې بڼه یوه ۱۵ سانتي متري دایره جوړه کړئ او هغه د ۳۰ سانتي مترو او یا یو متر په واټن له ځانه لرې کېږدئ .
   
د څو ثانیو له پاره منځني ټکي ته وګورئ او خپل لید د ټکي ښي لور ته بوځئ؛ د څو ثانیو له پاره بېرته منځني ټکي ته را وګرځئ، وروسته پورتني ټکي ته وګورئ او بیا لاندیني ټکي ته راشئ . دې ټکو ته په کتلو سره هم مهال خپل سر وخوځوئ او د یوې شېبې له پاره خپلې سترګې ورپوئ .
۳ ـــ د سترګو تمرینول :
  دا تمرین په لاندې بڼه ترسره کېږي:
لومړی پورته وګورئ او وروسته لاندې وګورئ . ښي لور ته وګورئ او وروسته کین لور ته . د ښي اړخ پورتني ټکي ته وګورئ او وروسته د کین اړخ ښکتني ټکي ته.
پورته وګورئ او خپلې سترګې د ساعت د عقربو په لوري وڅرخوئ او وروسته د ساعت د عقربو د عکس په لوري خپلې سترګې وتړئ او د خپلو لاسونو ورغوي په خپلو سترګو کېږدئ .
۴ ـــ سترګې رپول :
  سترګې رپول، چې څوک ورته پام نه کوي، خو تر دې دمه د سترګو د ساتنې او د تمرکز د ډېرښت تر ټولو ساده لارده ده . د کمپیوټر او ټلویزیون کارونکي، له سترګو رپولو سره مینه نه لري، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې هغوی په لېوالتیا په یوه څیز باندې متمرکز شوي . هڅه وکړئ، چې هغه اوس مهال د یوه ساده ورزش په توګه په پام کې ونیسئ . د دوه دقیقو له پاره  ۳ ـــ ۴ ثانیو سترګې ورپوئ، وروسته له دې چې دا کار مو د دوه دقیقو له پاره ترسره کړ، نو ستاسو ذهن او سترګې به د آرامتیا، تیارې او ستړیا احساس وکړي . له دې وروسته هڅه وکړئ، د دوه دقیقو له پاره هر ۳۰ ثانیې سترګې ورپوئ .
  سترګې رپول د یوې لنډې تورې دورې لامل دی، چې مرسته کوي ترڅو سترګې خپل ځان تازه، مخکیني معلومات لرې او د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره چمتو وي . دا تګلاره مرسته کوي، ترڅو په سترګو باندې فشار را کم شي .
۵ ـــ په سترګو باندې د لاسونو د ورغوي کېښودل :
  دا کار له کمپیوټر څخه د ګټه اخیستې پرمهال د سترګو په شاوخوا کې د فشار د له منځه وړلو له پاره د سترګو د آرامتیا یوه لاره ده، چې یاد کار په لاندې بڼه ترسره کېږي :
ـــ له پیل څخه مخکې ژور لید او د څو سا ګانو اخیستل .
ـــ مخامخ کړوپېدل او په یوه مېز باندې د څنګلو ایښودل او یا د ناستې په حال کې په زنګنونو باندې د څنګلو ایښودل . یوازې هوسا واوسئ او خپلې سترګې وتړئ .  
ـــ خپل دواړه لاسونه په خپلو سترګو کېږدئ، ترڅو ستاسو د لاسونو ورغوي ستاسو سترګې وپوښي، خپلې ګوتې په خپل وچوېلي کېږدئ، ډاډه شئ، په آزاد ډول سترګې رپولی شئ او په خپلو سترګو مو له حده ډېر فشار نه دی راوستی .  
ـــ تمرکز مو هېر نه شي .
په سترګو باندې د لاس د ورغوي کېښودل، په یوه وخت کې د څو دقیقو له پاره تاسو ته د سترګو او ذهن د آرامتیا موقع په لاس درکوي .  
۶ ـــ د اته شمېرې تصور :
دا ورزش د سترګو غړي پیاوړي کوي او انعطاف منل یې ډېروي . دا تمرین په بشپړه توګه ساده، مګر ښه دی.
تصور وکړئ، چې د انګلیسي یوه غټه اته شمېره ستاسو په ۳ مترۍ کې شتون لري . اوس نو دا ډول اته شمېره په آرامۍ سره په خپلو سترګو له یوه لوري وڅارئ، دا تګلاره د څو دقیقو له پاره ترسره کړئ او وروسته دا تګلاره په برعکس ډول ترسره کړئ، کېدای شي په پیل کې ډېره بېځایه ترسترګو شي، مګر د دې کار ارزښت لري .
۷ ـــ د نږدې او لرې تمرکز :
  د دې تمرین د ترسره کېدو له پاره باید لومړی د ۱ـــ ۳ دقیقو له پاره آرامه کېنئ . وروسته د خپلو پښو ګوتې د ۲۵ سانتي مترو په شاوخوا کې په خپل وړاندې کېږدئ او په هغو تمرکز وکړئ، له دې کار وروسته په هغو څیزونو تمرکز وکړئ، کوم چې ستاسو په وړاندې  په ۳ـــ۶ مترۍ واټن کې قرار لري ( د بېلګې په توګه ۱۰ نور څیزونه ) .
  دا تمرین په دې ډول دی، چې د خپلو پښو په ګوتو تمرکز وکړئ او وروسته په کراره په نورو څیزونو تمرکز وکړئ . د خپلو ګوتو او نورو شیانو باندې د هر تمرکز ترمنځ ژوره ساه وباسئ . دا تګلاره د وخت په اوږدو کې د سترګو غړي پیاوړي او لید یې زیاتوي .
۸ ـــ ستر لید :
دا تګلاره ډېره آسانه او چټګه ترسره کېږي . د دې تمرین له پاره، په یوه هوسا او آرامه ځای کې کېنئ . خپل لاس په بشپړه توګه اوږد کړئ، د خپلې پښې ګوتې ته وګورئ، له دې وروسته په کراره خپل لید د پښې له ګوتې څخه د ښنګري په لور راولئ او تر ۷ سانتي مترو پورې دوام ورکړئ او دا کار برعکس هم ترسره کړئ .
  دا تمرین د تمرکز مهارت او د سترګو غړي په بشپړه توګه پیاوړي کوي .
په دې هیله، چې هېڅکله مو سترګې کم لیده نه شي .