دبویي ۱۳ ګټې، چې پخوا ترې خبر نه وې ....

 
بویې دمڼې او ناک له ډلې څخه  پيژندل شوې ده مېوه ده، خو خوند او ګټه یې جلا ده ، یو شمېر روغتیايي او ښکلاییزې  ګټې هم لري، پردې سربېره ویټامین، وسپنه  لري، رنګ یې، چې څومره ژیړ وي خوند یې هماغومره  خوږ وي.
۱- وزن کموي، هغه کسان، چې ډېر وزن لري، بویې کولای شي دوزن په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.
۲-  دسرطان مخنیوې کوي، ډېر شمېر سرطان ضد درمل لري، دانسان دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي.
۳-میکروب ضد مواد لري، لامل یې دادی، چې ډېر ویټامین لري، دمعدې زخم لپاره تر ټولو ښه درمل دی.
۴-  دادرار لپاره ښه دی، دانسان بدن پاکوي، پردې سربېره په وینه کې دکولسټرول مخه نیسي.
۵- د وینې فشار کنترولوي.
۶- دزړه ناروغۍ مخه نیسي.
۷-  هغه وګړي، چې دځیګر، ګردو او سترګو  ناروغي لري دا مېوه ورسره دناروغۍ په کنترول کې مرسته کولای شي.
۸- هغه کسان، چې دوینې له کمښت، تنفسي ناروغي، اسما، حساسیت  لري، که دا مېوه وخوري ستونزه به یې یو څه حل شي، ددې تر څنګ د هاضمي ستونزو لپاره هم ګټوره ده.
۹- بویې دکانګو او اسهال دمخنیوي لپاره هم کارول کیږي.
۱۰ - دوینې د بندښت لپاره هم ګټوره ده.
۱۱- دکولمو او اعصابو دقولون لپاره هم ګټوره طبي نسخه ده.
۱۲-  هغه مېرمنې، چې حمل لري  دهغوي لپاره هم  د بویې دخوړولو سپارښتنه کیږي.
۱۳-  د دماغ اړوند لمسي اشارو ته وده ورکوي، پیاوړې کوي یې ، د عقل او حافظې لپارهم ښه ده.
د بویې دخوړولو پرمهال مو دېته پام وي، چې باید پر چاقو یا بلې کومې وسیلې غوڅ نه شي، رنګ یې بدلیږي، اوبه یې ضایع کیږي،  دا غوره ده، چې لومړی ښه پاک شي او بیا همداسې وخوړل شي.