
سویسۍ « اېوا ماریا باچر- هېفنر» ته کاروبار او شتمني له خپل پلاره پاتې دي.
پلار یې « والټر هېفنر» په ۱۹۱۰ زېږدیز کال په زوریخ کې زېږېدلی و.
پلار یې مذهبي مبلغ و، له همدې کبله د ده او شپږو وروڼو او خویندو مسئولیت یې د یې مور پر غاړه و.
والټر تر ښوونځي وروسته د زوریخ پوهنتون ته بریالی شو. د همدې پوهنتون له لارې یې د فرانسې په «لیون» پوهنتون کې د زده کړو سکالرشیف ترلاسه کړ. له پوهنتون تر فراغت وروسته یې په سویس کې د جنرال موټورز له څانګې سره کار پیل کړ. تر څه مودې کار وروسته یې په سویس کې د فلوکس واګن کمپنۍ د وېش څانګه پرانیستله.
نوموړی په لږ وخت کې په سویس کې د موټرو تر ټولو ستر واردوونکی شو چې پر فلوکس واګن سربېره یې، سيټ، سکوډا او اوډي موټر واردول.
د موټرو د کاروبار پر مهال په سوداګرۍ کې د کمپیوټر ونډې ته متوجه شو. نوموړي د کمپیوټرو برخې ته د یوه فرصت په سترګه وکتل او له همدې فرصت د ګټې اخیستو په موخه یې د کمپيوټري خدماتو یوه کمپنۍ جوړه کړه.
دی لومړنی کس و چې د کمپیوټرو ای بي اېم سیستم یې په سوداګریزو چارو کې د کارونې په موخه سویس ته وارد کړ.
د« اوټوموشن سېنټر اې جي» کمپنۍ فعالیتونه تر څه مودې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته هم وغځېدل.
په ۱۹۷۰ کال کې یې کمپنۍ له « کمپیوټر اسوشیېټ» سره ادغام کړه او په بدل کې یې د دې کمپنۍ یوه برخه ونډې ترلاسه کړلې.
دا کمپنۍ چې اوس یې نوم اې سي تکنالوژۍ ته بدل شوی په نړیواله کچه د سافټوییرو یوه ستره کمپنۍ ده.
د موټرو د واردولو او د کمپیوټري خدماتو په دومره ستره کمپنیو کې ونډو والټر هېفر میلیاردر کړ چې اوس یې یوه لور او زوی هم میلیادران دي.
نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې مړ شو او دغه مهال د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی میلیاردر و، ځکه ۱۰۱ کلن و.
له والټر څخه د پاتې شتمنۍ یوه برخه اېوا ماریا باچر- هېفر ته رسېدلې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ ام زېږدیز کال د جنورۍ د ۱۹ مې نېټې د شمېرو له مخې اېوا ماریا باچر- هېفر دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام او په سویس کې ۱۴ ام ځای لري.
د سویسي میلیاردرو ښځو ترمنځ بیا د باچر ځای څلورم دی.
مېړه یې کړی، دوه اولادونه لري او په زوریخ کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ