د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر محمد جواد ظریف د ایراني چارواکو ترمنځ لومړنی مهم چارواکی دی، چې له امریکا او لویدیز سره د روغې جوړې پلوي دی، نوموړی د ایران د اتومي دوسیې مسوول او مهم مرکچي هم دی.
ظریف له ۲۲ کلونو راهسی لګیا و، چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته ورغیږي او لامل یې کېدای شي دا وي، چې ظریف یو له هغو کسانو دی، چې امریکا په ټوله مانا پيژني. د خپل عمر ډېره برخه یې په امریکا کې تېره کړې ده، په ۱۹۷۵ ز کې د ۱۵ کلونو و، پلار د خپل وخت له مهمو او بډایه ایراني سوداګرو څخه شمېرل کیده خپل زوی یې د نړیوالو اړیکو او مالوماتي زده کړو لپاره د امریکا سان فرانسیسکو ته واستوه، چې هلته زده کړې وکړي. د پلار موخه یې دا وه، چې خپل زوی په ایران کې له هغه جریان څخه ګوښی وساتي، چې د شاه پر ضد یې فعالیت کاوه، خو ظریف په ۱۹۷۹ ز کې له همدې جریان سره یوځای شو، نوموړی د ۱۹ کلونو و، چې په سان فرانسیسکو کې د خپل هېواد کونسل وټاکل شو او همدا یې لومړنی ډيپلوماتیک ماموریت هم دی.
ظریف له هغو مهمو ایراني سیاستوالوڅخه دی، چې د ایران او امریکا ترمنځ یې پټې او سري اړیکې رامنځته کړې وې. همدا راز ظریف په ۱۹۸۷ ز کې د هغه پلاوي مهم غړی و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۹۸ نمبر پریکړه لیک له مخې یې د عراق - ایران جګړه پای ته ورسوله، په همدې کال کې یې دا زمېنه برابره کړه، چې علي خامنئي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له ودانۍ لیدنه وکړي، د همدې فعالې دیپلوماسۍ له برکته یې د ده او خامنئي ترمنځ له درناوي ډکې اړیکې رامنځته شوې. ډاکتر ظریف په نړیوالو اړیکو کې د خامنئي له سلاکار علي اکبر ولایتي سره نږدې اړیکې لري.
دا هم د یادونې ده، چې ډاکتر ظریف له هغو ګوتشمېر ایرانیانو څخه ګڼل کیږي، چې د سپټمبر د پېښو د اغیز او زیان پر کچه پوهیده، له همدې پېښو راوروسته یې د القاعدې او طالبانو پر ضد له واشنګټن سره د پټې همکارۍ وړاندیز وکړ. وروسته بیا ایران امریکايي سرتیرو ته په افغانستان کې د طالبانو د بمبار لپاره مهم مالومات او کوردینات او نخچې ورکړې. ظریف له لویدیز سره دا مرسته هم کړې ده، چې په افغانستان کې شمال ټلواله دیته راماته کړي، چې د کرزي واکمني او حکومت ومني.
ډاکتر ظریف د محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ پرمهال له بهرنیو چارو وزارت څخه ولاړ او د حسن روحاني له ټاکنې وروسته بیرته ورته راغی.
د حسن روحاني ټاکنه د جواد ظریف لپاره تاریخي فرصت و، چې له امریکا سره د روغې او جوړې په برخه کې خپل خوب ته عملي بڼه ورکړي.
پرون حسن روحاني په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي وو:ا ګر رییس تیم مذاکره کننده فردی جز دکتر # ظریف بود، مذاکرات به نتیجه نمی رسید. قرار ګیري دانشمندی چون دکتر# صالحی کنار وزیر خارجه لطف الهی بود.
زه د افغان په توګه نه پوهیږم، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به د جلالتماب ضرار احمد مقبل عثماني او اوسنی ولسمشر اشرف غني به د جلالتماب صلاح الدین رباني په اړه په خپلو فیسبوکپاڼو او ټویټرپاڼو کې څه لیکي. فکر کوم دا دواړه جلالتمابان د افغان ډیبلوماسۍ پر لمن تور داغونه دي .....
اوس به دروهي ویبپاڼې له لوستونکو سره د ایران د ډیپلوماسۍ د نوښتګر وزیر ډاکتر جواد ظریف د ژوند په اړه لاندې کرښې شریکې کړم.
جواد ظریف د۱۹۶۰ ز دجنورۍ پر ۷ نېټه په پلازمېنه تهران کې زیږیدلی دی، کورنۍ یې له هماغه پیله بډایه او په سیاست کې ښکیله وه، نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په علوي ځانګړي ښوونځي کې ترسره کړې دي، ظریف د ځوانۍ پرمهال د پلار لخوا څارل کېده ان، چې تلویزون یې ورته نه پرېښود، خو ظریف به دع لي شریعتي او صمد بهرنجي د لیکنو او کتابونو له لارې ځان له انقلابي افکارو سره اشنا کاوه.
په ۱۵ کلنۍ کې امریکا ته ولاړ او هلته یې په سان فرانسیسکو ایالت په پوهنتون کې لوړې زده کړې پیل کړې، په ۱۹۸۱ ز کې یې په نړیوالو اړیکو کې لیسانس تر لاسه کړ، بیا په ۱۹۸۲ ز کې له همدې پوهنتون څخه په همدې برخه کې ماستري هم تر لاسه کړه.
ظریف وروسته بیا د ډنفر پوهنتون د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۸۴ ز کې یې دويمه ماستري هم تر لاسه کړه، ډاکتر ظریف په ۱۹۸۸ ز کې په نړیوال قانون او سیاست کې دوکتورا تر لاسه کړې ده او د تیزس موضوع یې ( په نړیوال قانون او سیاست کې ذاتي دفاع) وه.
ډاکتر جواد ظریف د څو کلونو راهسې په بهرنیو چارو وزارت کې مهمې او حساسې دندې تر سره کړې دي:
د نړیوالو او قانوني چارو کې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال (۱۰ کاله). په ملګرو ملتونو کې سفیر او دایمي استازی (۵کاله) د ملګرو ملتونو د قانوني کمیسون رئیس. په یونسکو کې د فرهنګي کمیسون رئیس. د اسلامي کنفرانس د تړون د تعدیل د کمیسون غړی. د ناپیلیي هېوادو د کنفرانس د سیاسي کمیسون رئیس.
دا هم د یادونې ده، چې ډاکتر جواد ظریف په تهران پوهنتون کې دوه لسیزې تدریس کړی دی او د قانون د څانګې د علمي کدر له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي.
ډاکتر ظریف واده کړې دی، دوه زامن لري.
ډاکتر جواد ظریف په فارسي او انګلیسي ژبو لاندې کتابونه او علمي، څېړنیزې مقالې لیکلې دي:
1-ديپلماسي چند جانبه: پويايي مفهومي و کارکردي سازمان هاي منطقه اي و بين المللي، مرکز آموزش و پژوهش هاي بين المللي، 1391 (با دکتر سيد محمدکاظم سجادپور)
2- سازمان هاي بين المللي، نشر ميزان، 1389 (با دکتر سيد محمد کاظم سجادپور)
3- ديپلماسي چندجانبه: نظريه و عملکرد سازمانهاي منطقه اي و بينالمللي، دانشکده وزارت امورخارجه، 1387، سه جلد (با دکتر سيد محمد کاظم سجادپور).
4- روندهاي جديد بين المللي، مرکز چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه، 1384 (با دکتر مصطفي زهراني).
5- ضرورت هاي چند جانبه گرايي در دنياي جهاني شده، همشهري ديپلماتيك، نيمه اول اسفند 1382، (مترجم وحيدرضا نعيمي).
6- "عدالت سياسي در جهان امروز"، عدالت در روابط بين الملل و بين اديان از ديدگاه انديشمندان مسلمان و مسيحي، (تهران: انتشارات بين المللي هدي، 1377.)
7- "نقش سازمان هاي بين المللي در بوسني و هرزگوين"، بوسني و هزگوين: چشم انداز آينده، (تهران: دفتر مطالعات سياسي و بين المللي، 1377)
8- "ضرورت اصلاحات در سازمان کنفرانس اسلامي"، مجله سياست خارجي، سال يازدهم، شماره سوم، پاييز 76.
9- "تحريم هاي يک جانبه آمريکا عليه ايران"، مجله سياست خارجي، سال يازدهم، شماره اول، بهار 76.
10- "ممنوعيت تهديد و استفاده از سلاح هاي هسته اي"، فصلنامه مطالعات سازمان ملل متحد، سال اول، شماره يک، بهار 1375.
11- "Tackling the Iran-US Crisis: Need for a Paradigm Shift" Journal of International Affairs, Columbia University, Summer 2007.
12- "How Not to Inflame Iraq," New York Times, February 8, 2007. Reprinted in International Herald Tribune.
13- "The Case for Iran: Alarmist Assessments of Irans nuclear program lack a key component: evidence," Los Angeles Times, December 30, 2006.
14- "A Stronger Prescription for Security: Dialogue," Global Agenda, (New York: United Nations Association of USA, 2005).
15- "Iran: US Nuclear Fears are overblown," LA Times, Nov 5, 2004.
16- "Irans Vision of Rebuilding Iraq," International Herald Tribune, May 12, 2003.
17- "A Neighbors Vision of New Iraq," New York Time, May 10, 2003.
18- "Indispensable Power: Hegemonic Tendencies in a Globalized World," Harvard International Review, Winter 2003.
19- "Missile Proliferation and Missile Defense" A disarmament Agenda for the Twenty-First Century, (New York: United Nations, 2002).
20- "Reflections on Terrorism, Dialogue and Global Ethics," Seton Hall Journal of Diplomacy and International Relations, Winter 2002.
21- "Preserving the Best of All Civilizations," South Letter, Volume 3&4, 2001.
22- Crossing the Divide: Dialogue among Civilization, (South Orange, NJ, USA: Seton Hall University, 2001).
23- "Article XI: Hopes and Challenges" OPCW Synthesis, Spring 2001.
24- "Preface" Reimagining the Future, Towards Democratic Governance, (Bundoora, Australia: La Trobe University, 2000)
25- "Islam and Universal Declaration of Human Rights," Enriching the Universal Declaration of Human Rights, (Geneva: Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights, 1999)
26- "Extra-Territorial Sanctions in International Law", Report of the Seminar on the Extra-Territorial Application of National Legislation, (New Delhi: The Secretariat of AALCC, 1998.)
27- "Continuity and Change in Irans Post-Election Foreign Policy", Foreign Policy Forum, Volumes III and IV, 1998.
28- "U.S. Unilateral Sanctions Against Iran," Iranian Journal of International Affairs, Volume IX, No. 1, 1997.
29- "The Principles of International Law: Theoretical and Practical Aspects of their Promotion and Implementation" International Law as a Language for International Relations, (The Hague: Kluwer Law International, 1996.)
30- "Security and Insecurity in the Persian Gulf", Iranian Journal of International Affairs, Volume VIII, No. 2, 1996.
31- "Impermissibility of the Use or Threat of Use of Nuclear Weapons", Iranian Journal of International Affairs, Volume VIII, No. 1, 1996.
32- "Security Considerations in the Middle East, An Iranian Approach" Arms and Technology Transfers: Security and Economic Considerations Among Importing and Exporting States, (Geneva: UNIDIR, 1995.)
33- "Political Islam", Iranian Journal of International Affairs, Volume VII, No. 3, 1995.
34- "Legal Problems of the Arms Embargo against the Republic of Bosnia-Herzegovina" Iranian Journal of International Affairs, Volume VII, No.2, 1995.
35- "Anticipatory and Preventive Self-Defense in International Law" Iranian Journal of International Affairs, Volume I, No.1, 1989.
36- Self-Defense in International Law and Policy, (University of Denver, 1988.)
اوس، چې دجواد ظریف دهڅو او منډو له برکته د امریکا - ایران شخړه حل، په بله مانا د ایران اتومي پروګرام ته د حل لار ولټول شوه، امریکا به ټوله هغه شتمني ایران ته سپاري، چې پخوا یې ګنګل کړې وه، پردې سربېره په اروپايي هېوادونه په ایران کې پانګونه وکړي دا د ایراني اقتصاد د غوړیدو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
وروستي