برنارډ برویرمن؛ محاسب چې میلیاردر شو


روغتیا پالنه او درملنه په ننۍ نړۍ کې د پیسو پیدا کولو پر ستره سرچینه بدله شوې ده. له دې برخې نه یوازې په وروسته پاتې بلکې په پرمختللو هېوادونو کې هم یو شمېر کسانو ډېرې پیسې پیدا کړې دي.
جرمني د اروپايي هېوادونو ترمنځ د درمنلې او روغتونونو په برخه کې مشهور دی. « برنارډ برویرمن» هم د درمنلې په برخه کې پانګونې میلیاردر کړی دی.
نوموړی په ۱۹۴۳ یا ۱۹۴۴ زېږدیز کال په جرمني کې زېږېدلی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د طبابت، قوانینو او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ.
په امریکا کې د ماسټرۍ پر مهال یې د «اېرنېسټ اېنډ ویني» په نوم په بوسټن کې د آډېټ له یوې کمپنۍ سره د محاسب په توګه کار کاوه.
له همدې لارې ترلاسه کړې پیسې یې سپما کړې او کله چې بېرته جرمني ته را وګرځېد په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې يې یو روغتون جوړ کړ.
د « اسکلیپیوس» په نوم دغه روغتون د برنارډ د هڅو په پایله کې اوس د روغتونونو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی. دغه ګروپ اوس په جرمني کې د خصوصي روغتونونو درېیم ستر ګروپ دی.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د دغه ګروپ تر چتر لاندې چې اوس یې فعالیتونه یوازې په جرمني پورې محدود نه دي، ۱۵۰ روغتونونه او ۴۵۰۰۰ زره کسان کار کوي.
برنارډ لا هم د دغه ګروپ د پراختیا په هڅه کې دی او د همدې هڅو په لړ کې یې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په یوه رقیب ګروپ کې خپلې ونډې له پنځه سلنې څخه ۱۵،۲۵ سلنې ته لوړې کړې.
نوموړی د روغتیا په برخه کې د پانګونې ترڅنګ د مجللو هوټلونو په برخه کې هم پانګونه کړې او څو پنځه ستوریز هوټلونه لري.
ویل کېږي چې د لوکسو هوټلونو کاروبار روغتونونو ته د ناروغانو د جلب په برخه کې هم مرسته کړې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د ۱۸ مې نېټې د شمېرو له مخې د «برنارډ برویرمن» پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام او په جرمني کې ۵۲ ام ځای لري.
۷۲ کلن برنارډ چې نوم یې په سېلف مېډ بېلیونرز کې راغلی، واده کړی، دری اولادونه لري او د جرمني په « Koenigstein» کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ