
بې خوبي یا دخوب پرمهال ناارامي اوس دنړۍ په کچه ستونزه ده، چې دهرې ورځې په تیریدو ډیریږي او دګواښ بڼه راخپلوي. په ورته وخت کې دښه خوب په اړه،چې موږ کوم مالومات سهي او غوره بلل هغه اوس ناسم او ناکره ثابت شوي دي، اوس دخوب په اړه سم او ناسم مالومات څه دي ؟
پنځه ساعته خوب بسنه کوي.
(نه، بسنه نه کوي) هغه کسان، چې له ښې روغتیا برخمن وي دوی هره شپه له ۷ - ۹ ساعته خوب ته اړتیا لري او دخوب منځنۍ کچه ۸ ساعته ښودل شوې ده. کولای شئ، چې دځینو ورځو لپاره ۵ یا ۶ ساعته خوب وکړئ، خو دا موده بیا دوخت لپاره بسنه نه کوي. که چیرې تاسې په ښه توګه خپل خوب پوره نه کړئ د وخت په تیریدو به درته سردرد، ستړیا، عصبي ستونزه، ناارامۍ او ذهني ګډوډۍ سره لاس وګریوان شئ.
په خوب کې خرهار عادي ستونزه ده.
نه، دخوب خرهارې دروغتیايي ستونزې نښه ده. هر کله، چې په خوب کې خرهارې زیاتیږي دا پر روغتیا منفي اغیز پریباسي. هر کله که یو کس دخوب پرمهال دتنفس دقطعه کیدو له ستونزې سره مخ کیږي، دا مهال نو دا خرهار له ګواښه ډکه روغتیايي ستونزه ده.
کوم وګړي، چې له دې ستونزې سره مخ وي د دوی دزړه ضربان منظمنه وي، د زړه له دریدا ګواښ شته، ناببره مړینه هم کېدای شي رامنځته شي، همدا رنګه دا ډول کسان د اوږدې ستړیا احساس کوي، ژر چاغیږي، عصبي ناروغي ورته پیدا کیږي. که کوم کسان په خوب کې ډیر خریږي باید پر وخت یې درملنه وکړي.
الکول ښه خوب ته زمېنه برابروي
دا ناسم مالومات دي، الکول هر وخت د ښه خوب لپاره زمېنه نه برابروي... دا سمه ده، چې څه اندازه الکول به ژر خوب درولي، خو ټول پوهیږو او دا ډېره سخته ده، چې الکول دې د دروند خوب لامل شي، بلکې دخوب تنظیم ته زیان اړووي، وختي به راپورته کیږئ، ان له خوب وروسته به هم دارام احساس نه کوئ. له بل پلوه اسلام هم الکول حرام کړي دي او دا بې سببه نه دي، ځکه داسلام هر حکم یو منطق او فلسفه لري.
دکار پرمهال خوب ، دلټۍ نښه ده.
دا هم دخلکو ترمنځ دناسمو مالوماتو په توګه خپره شوې خبره ده، کره خبره ده، چې دورځې یا کار پرمهال دخوب احساس مانا داده، چې تاسې دخوب پوروړي یاست، په بله مانا خوب مو پوره شوې نه دی. دورځې او کار پرمهال که مو کله سترګه پټیږي ددې بله مانا داده،چې دوینې شکر مو کم شوی دی.
قیلوله / دغرمې خوب ښه نه دی .
دا هم سمه خبره نه ده، قیلوله / غرمې خوب کېدای شي دخوب دبیولوژیکې اړتیا نښه وي، که دغرمې خوب ستاسې پر روغتیا ناسم اغیز پرېنباسي نو روغتیا ته ګټوره ده.خو همدا قیلوله / غرمې خوب بیا دځینو خلکو لپاره پر بد عادت واوړي او په دې پلمه بیا خپل وخت ضایع کوي.
دملا درد... درملنه یې ورزش دی نه درمل.
دملا درد عامه ستونزه ده، ارقام په ډاګه کوي، چې د ټولنې نږدې ۸۰٪ وګړي دخپل عمر او ژوند په یوه پړاو کې ارومرو له دې درد څخه ځوریږي.
بله څېړنه وايي: کوم وګړي، چې دملادرد لري ۴۰٪ یې په هماغه کال کې د درد دویم پړاو ګوري، په لنډه توګه هر څومره، چې دانسان عمر ډیریږي او د درنو څیزنو په پورته کولو کې مو ناغیړي کړې وي دملا درد لامل ګرځي، پردې سربېره دا ستونزه رواني اړخ هم لري.
ناارامي ددرد احساس درکوي.
هغه وګړي، چې ناارامه او هر وخت ورخطا وي دوی ډیری وخت له ملا درد څخه ځوریږي. له همدې کبله ددرمل جوړونې ډیری شرکتونه داسې درمل جوړوي، چې دملا درد لپاره ښه وي. مشهوره طبي مجله JAMA وايي: دملادرد لپاره تر ټولو غوره درملنه ورزش دی.