میخایل یېن؛  د فابریکې عادي کارکوونکی چې میلیاردر شو


په ننۍ نړۍ کې د بریا او پرمختګ په برخه کې د شرایطو بحث ورځ تر بلې کم رنګه کېږي. اوس ډېری خلک په دې پوهېدلي چې پرمختګ او ښه ژوند د شرایطو پر ځای د وړتیا، نوښت او هڅو پایله ده. څومره چې د بریالیو انسانانو ژوندلیکونه لولی په هماغه کچه مو پر دې باور زیاتېږي چې شرایط نه، بلکې وړتیا او نوښت د انسانانو د بریا کلۍ دي. 
هانګ کانګی « میخایل یېن» په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی. د بېوزلۍ له کبله له زده کړو هم بې برخو شو، ځکه مجبور و چې له خورا ماشومتوبه کار وکړي. 
لا تنکۍ ځوان و چې په هانګ کانګ کې یې د جامو د تولید له یوې فابریکې سره د عاي کارکوونکي په توګه کار پیل کړ. 
سره له دې چې نوموړی عادي کارکوونکی و؛ خو د سوداګرۍ په اړه فکر یې د عادي کارکوونکي په څېر نه و. 
هغه د خپل استعداد پر مټ د فابریکې د تولیداتو لپاره مهم او ستر مشتریان پيدا کړل. د دغو مشتریانو ترمنځ یو یې د « اېسپرایت» کمپنۍ وه. 
د دې کمپنۍ چلوونکو په میخایل یېن کې د سوداګرۍ او کاروبار ځانګړی ځواک تشخیص کړ. له همدې کبله یې نوموړی د « خپلو سفارشاتو انحصاري استازی» وټاکه. 
همدې پېښې د نوموړي ژوند بدل کړ او میخایل نور د فابریکې یو عادي کارکوونکی نه و. 
ده په اېسپرایټ کمپنۍ کې ونډې واخیستلې او په دې توګه د خپل کاروبار څښتن شو. 
نوموړي په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې اېسپرایټ کمپنۍ په بشپړ ډول خپله کړه. دا کمپنۍ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۷۷۰ څانګې لري او ۱۵۱۵۰ عمده پلورنځیو ته تولیدات وېشي. 
د کمپنۍ عواید وروسته له دې چې یېن خپله کړه له ۷۶۹ میلیونه هانګ کانګي ډالرو څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې ۲،۳ میلیارده هانګ کانګي ډالرو ته لوړ شول. 
میخایل له ۲۰۰۶ زېږدیز کال راهیسې په دې کمپنۍ کې د خپلو ونډو پر پلور پیل کړی او په ۲۰۱۰ کال کې یې ډېره برخه ونډې وپلورلې. 
نوموړي اوس خپل ډېر وخت کورنۍ او خیریه چارو ته ځانګړی کړی. دی یو خیریه بنسټ لري چې له لارې یې د چین په مرکزي سیمو کې له بېوزله ماشومانو سره د زده کړو او روغتیا په برخو کې مرسته کوي. 
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه د میخایل یېن پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په هانګ کانګ کې ۲۵ ام ځای لري. 
واده یې کړی، دری اولادونه لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ