دپښتو ژبې شاعر او لیکوال ښاغلی حبیب الله زړه سو اند صیب له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې

انا لله وانا الیه راجعون
دپښتو ژبې شاعر او لیکوال ښاغلی حبیب الله زړه سو اند صیب له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دپښتو ژبې نومیالی شاعراو لیکوال ښاغلی حبیب الله زړه سواند شینواري نن دوربپیښې شوې ناروغۍ له کبله ددې نیمګړې دنیا سره خدای پامانی وکړه .
ارواښاد زړه سواند شینواری دننګرهار ولایت دهسکې مینې په ولسوالۍ کې زیږیدلی او بیایې حربي ښوونځي او حربي بوهنتون لو ستلی و و. دپوځي دندو تر څنګ یې دشعر او شاعرۍ او لیکوالۍ سره هم ډیره مینه درلودله چې دده زیاتره شعرونه او کیسې دافغانستان په ورځپاڼو ، او مجلو کې چاپ شوي دي ، همداراز دده شعرونه دافغانستان دډیرو هنرمندانو له خوا زمزمه شوي هم دي .
ښاغلی ارواښاد زړه سواند شینواري ډیره موده د افغانستان دملي دفاع وزارت دنشراتو په ریاست کې دنده درلوده ا و د پنځلسو په شاو اوخواکې شعري مجموعي او لنډې کیسې لری چې دیرې یې چا ب او ځینې یې ناچاپه دي. په دغو شعري کتابونو او کیسو کې یې دلاندنیو آثارو نومونه اخیستلی شو .
جاپي آثار:
لېونۍ د لنډو کيسو ټولگه
ننواتی د شعرونو غونډ
سپينه ډوډۍ (ژباړه)
ارمانونه (د شعرونو غونډ)
مرور ماښام (د شعرونو غونډ)
د گلانو سړی (ژباړه)
شعرونه او شوگيرونه (د شعرونو غونډ)
د ماشوم غږ (د شعرونو غونډ)
سپينه کوتره (د لنډو کيسو ټولگه)
تڼاکې (د شعرونو غونډ)
د سيند په غاړه (د شعرونو غونډ)
وينې پر گلاب وينی (د شعرونو غونډ)
٭ ناچاپ اثار
شاتو کې زهر (د لنډو کيسو ټولگه)
زه چې ماشوم وم (د ماشومانو لپاره انتباهي کيسې)
گل شو پاڼې پاڼې (د څلوريزو او غزلو ټولگه)
باید ووایم چې ما ارواښاد زړه سواند صیب له نږدې پیژانده . ډیر خوږ او زړه سوانده انسان و .تل به یې چې لیدلم نو دیته به یې هڅولم چې لیکنې او ژباړې وکړم.
زه دارواښاد زړه سواند صیب مړینه دپښتو ادب لپاره یوه ستره ضایعه بولم او د ده درنې
کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایم .لوی خدای دې وبخښي او اروادې یې ښاده وي !