روغتیائي پاملرنه: د وینې فشار  BLOOD PRESSURE

    د وینی فشار دوہ درجی لري؛ 1) پورته درجه SYSTOLIC ۲) کشته درجه DIASTOLIC  په عادی ( نورمال ) حالت کې د انسان د وینی د فشار درجه 100mm Hg تر 120mm Hg پورته درجه SYSTOLIC او 72mm Hg تر 88mm Hg کشته درجه DIASTOLIC  گڼل کیږي ( 120/80 mm Hg ) عمر چې تر 50 کاله ټیټ وی د کشته درجې DIASTOLIC فشار زیاتوالې له خطر سرہ مخامخ وی. کله چې عمر تر 50 کاله واوړي بیا د پورته درجې SYSTOLIC فشار لوړوالې ستونزمن شی. عموماً خلک د کشته درجی فشار ته ډیر اھمیت ورکوی چې باید لوړ نشی، کوم چې غلط سوچ دی.  دا د ھغوکسانو لپارہ باید د غور وړ و نیول شی د کومو چې عمر تر 50 کاله کم وی. عمر چې تر 50 کاله زیات شی دا کشته DIASTOLIC فشار په ټیټیدو راشی او پورته درجه SYSTOLIC فشار په زیاتیدو شی . لھذا ھغه کسان چې د پورته SYSTOLIC درجی  فشار ېی وروسته له 50 کلني عمر څخه په لوړیدو شی اعلاج او کنترول ته ېی اړتیا لری. دا وخت د انسان د عمر د لوړوالی په وجه د زړه رنځونه او د شریانونو د تنگوالی بھیر شروع شی.  نو پدې عمر کشته درجه DIASTOLIC فشار که ھیڅ په نظرکشی و نه نیول شی ھم پروا نلری, لیکن پورته درجه SYSTOLIC فشارترکنترول لاندی راوستل لازمی دی . عمر چې تر 50 کاله لوړ وی پورته درجه SYSTOLIC فشار تر 140mm Hg جگ شکاریږی.   ډاکټر #نجیب خټې