
۱ ـــ د خپل ژوند له پاره قوانین په پام کې ونیسئ او هڅه وکړئ، چې له هغو څخه سر غړونه ونه کړئ . دا قوانین له هغو متخصیصینو او افرادو سره له مشورې وروسته، چې د یوه بریالي ژوند تجربه لري تدوین کړئ .
۲ ـــ له خپله ځانه، هغه افراد چې ستاسو په ژوند کې رول لري او خپل شاوخوا چاپېریال څخه کافي معلومات تر لاسه کړئ .
۳ ـــ په دې ټکي باندې ښه پوه شئ، چې تاسو د خپل ژوند په جوړولو کې بشپړه ونډه لرئ . په ډېری ځایونو کې دا تاسو یاستئ، چې کولای شئ، له ژونده خوند واخلئ او یا یې د ځان له پاره تریخ کړئ .
۴ ـــ ستاسو په ژوند کې ډېر څیزونه شتون لري، چې ستاسو نه خوښېږي، کولای شئ چې په خپل لاس یې له منځه یوسئ . د بېلګې په توګه : که چېرې له خپلې دندې څخه راضي نه یاستئ، نو یوازې هڅې او د کار لټې ته اړتیا لرئ، ترڅو په ځان کې د وړتیا پیدا کولو سره غوره دنده ترلاسه کړئ او یا که له خپل چاغښت څخه ځورېږئ، کافي ده چې لږ همت وکړئ .
۵ ـــ په ژوند کې د یوه قرباني رول مه لوبوئ یا هڅه مه کوئ، چې د تېرو ترخو تجربو په یادولو سره ځانته بانه جوړه کړئ . دا کار یوازې او یوازې د دې ضمانت کوي، چې شاه ته تګ او ناکامۍ تاسو ته په تمه دي .
۶ ـــ د خپلو ناکامیو پړه په نورو مه ور اچوئ . ژوند ستاسو مال دی، نو تاسو یاستئ، چې کولای شئ، یو ځل بیا یې له سر جوړ کړئ .
۷ ـــ هر فکر چې کوئ او هر تصمیم چې نیسئ، نو تاسو ته به خپلې پایلې ولري . که چېرې مثبت فکر وکړئ، مثبته پایله به تر لاسه کړئ او که چېرې د منفي فکرونو په لټه کې یاستئ، نو پایله به مو هم منفي شي .
۸ ـــ په ژوند کې د بد پېښو د رامنځته کېدو لامل پیدا کړئ، یا خپلو پخوانیو تجربو ته سر ورښکاره کړئ، ترڅو تاسو ته دا جوته شي، چې د کار نیمګړتیا په کوم ځای کې ده .
۹ ـــ هېڅکله له بدلون څخه مه وېرېږئ . کله وخت بدلونونه ستاسو په ژوند کې مهم رول لوبوي او ستاسو له هیلو سره سم به عمل وکړي .
۱۰ ـــ باریک بین واوسئ . خپل ځان، خپل ژوند او خپله شاواخوا نړۍ په کوم ډول چې ده په هماغه ډول یې وپېژنئ، نه هغه ډول چې تاسو یې غواړئ .
۱۱ ـــ له ځان سره رښتیني واوسئ او که چېرې پوهېږئ، چې کوم کار ستاسو د بریا سبب نه ګرځي، له خپل ژوند څخه یې بهر کړئ او د بانو پرځای همدا اوس لاس په کار شئ .
۱۲ ـــ سم او په ځیرک ډول تصمیم ونیسئ .
۱۳ ـــ په یاد ولرئ، چې ستاسو کړنې، ستاسو د ژوند کیسه لیکي .
۱۴ ـــ خپل افکار، هیلې، موخې، تصمیمونه په مانا دارو، هدفمندو او جوړونکو کړنو وژباړئ .
۱۵ ـــ خپل ځان د خبرو پربنسټ مه ارزوئ، بلکې د هغو پایلو پربنسټ یې وارزوئ، کومې چې ترلاسه کړې مو دي .
۱۶ ـــ خپل درد وپېژنئ، تر څو ژر تر ژره د هغه هلاکونکي درد له شره خلاص شئ . په دې ټکي باندې ښه پوه شئ، چې همدا درد کولای شي، ستاسو په ژوند کې د بدلون د رامنځته کېدو یوه انګېزه وي .
۱۷ ـــ کله وخت په ژوند کې له خطر سره مخامخ کېدل د بریا سبب ګرځي، که چېرې په هوښیارۍ له خطر سره مخامخ شئ، نو بریا ستاسو ده . که څه هم له خطر سره مخامخ کېدل په پیل کې یو وېرونکی امر دی، مګر ارزښت یې لري . پام مو وي، چې د دې کار له پاره اړ یاستئ، چې ډېر آشنا څیزونه لکه : خپل عادتونه او آرامتیا له ځانه لرې کړئ .
۱۸ ـــ هغه فلټرونه، چې ستاسو د سترګو مخه یې نیولې، ترڅو نړۍ په ښکلي ډول ونه وینئ، لرې وغورځوئ .
۱۹ ـــ هغه ډول چې تاسو نړۍ وینئ، پېژنئ او تجربه کوئ یې . دا تاسو یاستئ، چې کولای شئ، چې په څه ډول دنیا ته وګورئ او تجربه یې کړئ . د ټاکنې دا ځواک د ژوند په هر پړاو کې له تاسو سره دی .
۲۰ ـــ هغه عوامل، چې نړۍ ته ستاسو په کتلو باندې اغېز کوي وپېژنۍ او د منفي اوسېدلو په صورت کې هغو ته بدلون ورکړئ او مثبت یې کړئ . که چېرې د تېرو ترخو تجربو له کړکۍ څخه دنیا ته ګورئ، نو وپوهېږئ، چې خپل اوس او راتلونکې د هماغو تجربو پر بنسټ جوړوئ .
۲۱ ـــ تاسو د خپل ژوند مدیر یاستئ، هغه ته د مدیریت د غوره معیارونو پربنسټ لارښوونه وکړئ، تر څو ښه پایله تر لاسه کړئ . بریا د خپلو مدیریتي پروګرامونو موخه وګرځوئ .
۲۲ ـــ که چېرې له ځانه ډېرې هیلې ونه لرئ، کلونه به په هماغه پوړۍ کې پاتې شئ، لکه چې مخکې وئ، نو د لوړو موخو په اړه فکر وکړئ، مګر دې ټکي ته مو ښه پام وي، چې هېڅکله د باریک بینۍ له پولې څخه مه اوړئ .
۲۳ ـــ موږ خپله یو، چې خپلو شاوخوا خلکو ته ورزده کوو، چې له موږ سره څه ډول چلند ولري . ښه چلند او یا هم بد چلند. دا ټول شخصیتي غبرګون دی، چې موږ په خپله د هغوی له پاره انځور کړی دی .
۲۴ ـــ هغه محدودیتونه او قوانین افرادو ته ورزده کړئ، کوم چې له تاسو سره د مخامخ کېدو په وخت کې یې باید مراعات کړي، البته دا د دې په مانا نه ده، چې هغوی ته خپلې خبرې مخامخ وکړئ، بلکې په خپلو کړنو او خبرو کې د خپل ځان په اړه هغوی له خپلو مسؤلیتونو څخه خبر کړئ . خپل ځان ته ډېر درنښت ولرئ، ترڅو نور هم ستاسو تبه وکړي. څوک چې ځانته ارزښت نه ورکوي، نباید د نورو له لوري د ښه چلند په تمه شي .
۲۵ ـــ کله وخت اړینه ده، چې نورو ته ووایئ، چې چلند مو سم نه دی . دا کړنه په راتلونکې کې د دې کار د بیا ځلي تکرار د مخنیوي له پاره تر ټولو مناسبه لاره ده .
۲۶ ـــ بښنې ته ډېر ارزښت ورکړئ . لکه څنګه چې پخوانیو خلکو ویلي دي : هغه خوند چې په بښنه کې دی په غچ کې نه شته . په دې اړه فکر وکړئ، چې په غچ اخیستلو مو یوازې خپل فکر او روح بېځایه ځورولی دی او هغه افکار چې ستاسو روح او روان ته زیان رسوي په خپل ځان کې مو روزلي دي . مهمه نه ده، چې هغه کس ستاسو په اړه څه فکر کوي، تاسو یوازې د خپلې سلامتۍ او آرمتیا له پاره دا کړنه ترسره کړې ده .
۲۷ ـــ په خپله غوسه بشپړ کنټرول ولرئ، له داسې لارو چارو څخه کار واخلئ، تر څو د غوسې پرمهال کومه غلطه او بېځایه کړنه ترسره نه کړئ .
۲۸ ـــ په یاد ولرئ، چې کرکه، کینه او غوسه ستاسو بدن خرابوي، د هغه کس روح او زړه چې یاد څیزونه په خپل ځان کې ساتي ذره ذره له منځه وړي . بد احساسات، تاسو ته بده څېره در بښي، دا احساسات نه یوازې ستاسو په روح باندې اغېزه کوي، بلکې په خوب کې بې نظمي، سر خوږی، د ملا درد او حتی د زړه سکته هم تاسو ته ډالۍ کوي .
۲۹ ـــ په ژوند کې هغه څه ته رسېږئ، چې تل یې په اړه فکر کوئ او هغه څه په لاس راوړئ، چې تل مو غوښتي دي .
۳۰ ـــ تر ټولو مهم ټکی : هېڅکله خدای (ج) له یاده مه باسئ او د ژوند په هره شېبه کې په هغه توکل وکړئ .