
په نړۍ کې هر کال ښايي په میلیونونو نوي کاروبارونه پیل شي؛ خو ټول یې نه شي بریالي کېدای. د ډېری کاروبارونو د ناکامۍ تر ټولو ستر دلیل د هغوی چلوونکي دي. هغه کسان چې نوښتګر فکر او د ګواښ منلو جرئت نه لري، د سوداګرۍ او کاروبار په نړۍ کې یې بریا ستونزمنه ده.
چینايي « سزي من بانک» په بېلابېلو برخو کې کاروبار تجربه کړ؛ خو یوه برخه د هغه د میلیاردر کېدو لامل شوه.
سزي د ۱۹۵۰ زېږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ د چین په «جېنجیانګ» کې زېږېدلی دی. له تنکۍ ځوانۍ یې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې کاروبار پیل کړ.
په لومړي سر کې یې په خپله سیمه کې د جامو سوداګري پیل کړه. له پیله دا فکر ورسره و چې خپل کاروبار به پراخوي له همدې کبله یې په هانک ګانګ کې هم ورته کاروبار ته مخه کړه.
سره له دې چې سوداګري یې هغه د چا خبره ګزاره کوله؛ خو د سزي زړه اوبه نه ورباندې څښلې او تل په یوه نوي فرصت پسې ګرځېده.
د همدې هڅو په لړ کې د « هو لین چیټ» په نوم له یوه کس سره مخ شو. دغه کس هم اوس میلیاردر دی چې تاسې ژوند لیک په همیانۍ کې لوستی دی.
چیټ په دغه وخت کې یو فرصت تشخیص کړی و؛ خو د پانګې د نشتون له کبله یې عملي کار نه و ورباندې پیل کړی. دغه فرصت په چین کې د « کوټکس» او دایپرو تولید و.
تر دغه مهاله دا شی په چین کې ډېر دود نه وو او یوازې په محدودو سیمو کې پلورل کېدل.
سره له دې چې دوی دواړو د دغو توکو د تولید او کاروبار په برخه کې نه تجربه او نه زده کړې درلودې؛ خو یوازې دومره پوهېدل چې دا ډېر ګټور کار او د شتمنېدو ستر فرصت دی.
له خپلوانو او ملګرو یو یې تر یو میلیونو ین راټول کړل او د « هېنګان» په نوم کمپنۍ یې ورباندې جوړه کړه.
هېنګان انټرنشنل اوس په چین کې د کوټکسو، دایپرو، کاغذي دستمالونو او نورو شخصي روغتیايي توکو تر ټولو ستره کمپنۍ ده. د همدې کمپنۍ له لارې دواړو دومره پیسې پیدا کړې چې اوس میلیاردران دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د ۱۵ مې نېټې د شمېرو له مخې د «سزي من باک» پانګه دوه اعشاره دوه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په خپل هېواد چین کې ۴۷ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو اولاد لري او په جېنجیانګ کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ