
هندي الاصله آسټرالیایی « ویوېک چند سهګال» یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې د خپلو هڅو په پایله کې یې شتمني پیدا کړې او د ژوند کیسه یې ډېره په زړه پورې ده.
نوموړی د ۱۹۵۷ زېږدیز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې زېږېدلی دی.
سره له دې چې نیکه یې د سپینو زرو سوداګر و؛ خو پلار یې یو عادي دولتي کارکوونکی و. مور هم یې د خپل وس په کچه له دوی سره مرسته کوله.
سهګال له همدې کبله له تنکۍ ځوانۍ کار پیل کړ. د ۱۸ کلونو و چې د پیسو په بدل کې به یې د خپل نیکه سپین زر هوايي ډګر ته لېږدول.
د سکسېس سټوري په نوم پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې نوموړي ته د هر کیلو سپینو زرو د لېږد په بدل کې یوازې یوه هندۍ کلداره ورکول کېده. د دې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې نوموړي په دغه وخت کې یوازې دوه نیم زره کلدارې میاشتني عواید درلودل. له دې سره سره سهګال په یوه مرکه کې ویلي چې دا تر هغو پیسو چې دولت د ده پلار ته ورکولې ډېرې وې.
سهګال له همدې لارې ترلاسه کړې پیسې سپما کړې او په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې یې له خپلې مور سره په ګډه د سپینو زرو سوداګري پیل کړه.
په دې برخه کې تر څه مودې کار وروسته یې د « ماډرسن» په نوم د موټرو د پرزو د تولید یوه کمپنۍ جوړه کړه. کمپنۍ خپلو چارو ته دوام ورکړ؛ خو د پراختیا په برخه کې چکټیا یې هله نصیب شوه چې د موټرو د پرزو له یوې جاپانۍ کمپنۍ سره یې شراکت پیل کړ.
د مور او زوی له لوري پیل شوی کاروبار چې هم له همدې کبله «ماډرسن» ورته ټاکل شوی اوس د موټرو د پرزو د تولید پر یوه ستر ګروپ بدل شوی چې د نړۍ د موټر جوړولو مشهورې کمپنۍ یې مشتریانې دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ماډرسن کپنیو د ګروپ ۲۱ سلنه عواید له فلوکس واګن، ۱۲ سلنه له اوډي او پاتې له نورو کمپنیو څخه دي.
سهګال تېر کال د فلوګس واګن د رسوایۍ له کبله له زیان سره هم مخ شو. ویل کېږي چې دې رسوايۍ د سهګال لپاره ۴۵۰ میلیونه ډالره زیان درلود.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د ۱۲ مې نېټې د شمېرو له مخې د ویوېک چنډ سهګال پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام، په آسټرالیا کې اتم او په هند کې ۳۶ ام ځای لري.
نوموړي واده کړی، دوه اولادنه لري او په اسټرالیا کې ژوند کوي. سهګال د اسټرالیا تابعیت هم اخیستی دی.
سرچينه: هميانۍ