
د بریا د اروا پوهنې مخکښه څېره دېل کارنګي وايي بریالي کسان له خپلو تېروتنو هم ګټه اخلي او بل ځل تر پخوا په لا هوښیارۍ هڅه کوي. تېروتنه او ماتې په هېڅ صورت له هڅو د لاس اخیستو لپاره دلیل نه شي ګڼل کېدای. له ماتې وروسته پورته کېدل په حقیقت کې د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ د توپیر اصلي ټکی دی. کوم کسان چې په ژوند کې له لومړۍ ماتې وروسته هڅه نه کوي، د بریا فرصت نه لري.
امریکايي میلیاردر« ریچارډ رېنواټر» د کاروبار په لومړیو کې د یوې شتمنې کورنۍ ۵ پنځه میلیونه ډالره په یوه کال کې له لاسه ورکړل؛ خو ناهیلی نه شو او په ۱۶ کلونو کې یې دې کورنۍ ته پنځه میلیارده ډالر وګټل.
ریچارډ رېنواټر د ۱۹۴۴ زېږدیز د جون په ۱۵ مه نېټه د متحده ایالاتو د تګزاس ایالت په « پورټ ورډ» سیمه کې زېږېدلی دی.
پلار یې په همدې سیمه کې د خوراکي توکو پلورنځی درلود او مور یې د ماشومانو د یوې کمپنۍ کاتبه وه.
رېنواټر چې ښوونځی بشپړ کې د ریاضي په برخه کې یې د تګزاس له پوهنتون څخه لسانس واخیست. د لانس تر بشپړولو وروسته یې په سټنفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ سکالرشیف ترلاسه کړ او د سوداګریزې ادارې په برخه کې یې ماسټري وکړه.
د ماسټرۍ له بشپړولو وروسته یې د پانګونې د بانکدار په توګه دنده پیل کړه؛ خو تر څه مودې وروسته یې د پوهنتون یوه ټولګیوال د تګزاس ایالت له یوې شتمنې کورنۍ سره د کار وړاندیز ورته وکړ او ده هم ومانه.
رېنواټر د « سیډ باس» په نوم د دې کورنۍ د مالي برخې مسئول شو. دې کورنۍ نوموړي ته په لومړي کال کې د پانګونې لپاره پنځه میلیونه ډالر ورکړل او دا ټول په زیان کې ولاړل.
تر دې ناکامۍ وروسته رېنواټر له وارن بافټ او یو شمېر نورو پانګوالو سره تر مشورې وروسته معیاري پانګونې ته مخه کړه. د همدې مشورو پر مټ یې د تېلو په سترو کمپنیو کې د پانګونې له لارې باس کورنۍ ته په ۱۶ کلونو کې پنځه میلیارده ډالر وګټل او ده ته هم ۱۰۰ میلیونه ډالر ورسېدل.
په همدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو یې د پانګونې یو بنسټ رامنځته کړ چې وروسته یې له برکته نوموړی میلیاردر شو.
ریجارډ رېنواټر د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د یوې نادرې عصبي ناروغۍ له کبله د ۷۲ کلونو په عمر مړ شو.
فوربس مجلې له دې کبله چې مړ شوی د هغه د پانګې اندازه نه ده څرګنده کړې؛ خو نوم یې د میلیاردرانو د نړیوال نوملړ په ۶۶۳ ام ځای کې راغلی دی.
له نوموړي دری اولادونه پاتې دي.
سرچينه: هميانۍ