
کاروبار او پانګونه که په هره برخه کې وي د معاش تر بخور و نمیر ژوند غوره ده؛ خو له خپل مسلک سره په همغږۍ پانګونه تر نورو برخو د بریا ډېر فرصت لري.
که د انجنیرۍ یو متخصص د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي ښايي دومره بریالی نه وي لکه یو ډاکټر. ځینې انسانان ښايي د خپل مسلک خلاف برخو کې هم د پانګونې او کاروبار له لارې ډېر بریالي شوي وي؛ خو دا هېڅکله د دې دلیل نه شي کېدای چې له خپل مسلک سره سمه پانګونه ګټوره نه ده.
ټالینډي« Prasert Prasarttong-Osoth» له خپل مسلک سره د سمې پانګونې له برکته میلیاردر شوی.
د نوموړي د زېږېدو کره نېټه نه ده څرګنده؛ خو اټکل کېږي چې په ۱۹۳۲ یا ۱۹۳۳ زېږدیز کال کې په ټایلنډ کې زېږېدلی.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د « سیریراج» په نوم پوهنتون کې د طب پوهنځی ولوست. له پوهنتون تر فراغت وروسته یې د همدغه پوهنتون له روغتون سره د ډاکټر په توګه دنده پیل کړه. دی په دغه روغتون کې د جراجۍ د څانګې غړی و.
د تجربې له ترلاسه کولو وروسته یې د « Bangkok Dusit Medical Services» په نوم روغتون جوړ کړ.
له یوه روغتون پیل شوی کاروبار اوس په ټایلنډ کې د روغتیايي خدماتو تر ټولو ستر خصوصي ګروپ دی. دغه ګروپ د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ۴۰ روغتونونه لري او غواړي چې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې دری نور هم ورباندې زیات کړي.
د روغتونونو د دغه ګروپ د ونډو بیې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې لوړې شوې چې له برکته یې د « پرېسرټ پرېسرټانګ» پانګه په دغه کال کې نیم میلیارد ډالره زیاته شوې ده.
پرېسرټ د روغتونونو پر دې سترې شبکې سربېره د « بېنکاک اېروېز» په نوم یو خصوصي هوايي شرکت هم لري.
ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د دغه شرکت د خالصې ګټې کچه ۶۰سلنه کمه شوې ده.
نوموړی دغه راز د «پي پي ټي وي» په نوم یو تلوېزیوني چینل هم لري چې په لومړي ځل یې په تایلنډ کې دیجیتلي خپرونې پیل کړې.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۰ مه نېټه د «پرېسرټ پرېسرټانګ اوسوث» پانګه دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په تایلنډ کې اتم ځای لري.
۸۲ کلن پرېسرټ واده کړی، پنځه اولادونه لري او د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ