مارټین ناټون؛  د ایرلنډ درېیم ستر شتمن


« مارټین ناټون» د ایرلنډ له مشهورو سوداګرو او پانګوالو څخه دی.
نوموړی په ۱۹۴۰ زېږدیز کال کې د ایرلنډ په «ډونټالک» سیمه کې زېږېدلی دی. ښوونځی یې تر بشپړېدو وړاندې پرېښوود. لومړی یې له یوه هوايي شرکت سره او وروسته د کورنیو توکو د تولید له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ؛ خو وروسته یې ښوونځي بشپړ کړ او د انجنیرۍ په برخه کې یې د لسانس تر کچې زده کړې وکړې.
د هغې تجربې پر بنسټ چې د کورنیو توکو د تولید په یوه کمپنۍ کې له کار څخه یې ترلاسه کړې وه، په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې یې د خپلو څلورو ملګرو په ملتیا د « ګلېن» په نوم د کولرو د تولید یوه کوچنۍ فابریکه جوړه کړه چې یوازې اوو کسانو کار ورسره کاوه.
تجربې له مارټین سره مرسته وکړه چې خپل کوچني کاروبار ته په چټکۍ پراختیا ورکړي. ده هغه پیسې چې له کاروباره یې پیدا کولې په همدې برخه کې د نورو کمپنیو په اخیستلو ولګولې.
په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کې یې د «ډېپلېکس» په نوم د کورنیو توکو د تولید مشهوره برېتانوي کمپنۍ وپېرله.
د ګېلن ډېپلېکس کمپنۍ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دې کمپنۍ په اخیستلو سره د ګېلن سایز اته چنده شو.
د مارټین د هڅو په پایله کې د کولرو د تولید هغه کوچنۍ فابریکه اوس په نړۍ کې د ګرموونکو الکترونیکي توکو « بخاریو، د ازادې فضا ګرموونکو بخاریو، تزئیني اورځایونو او اوبو ګرموونکو» په تر ټولو ستره کمپنۍ بدله شوې ده.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا کمپنۍ په ایرلېنډ، برېتانیا او شمالي امریکا کې ۲۲ فابریکې لري چې شاوخوا ۸ زره کسان کار ورسره کوي.
د کمپنۍ د کلنیو عوایدو کچه دوه میلیارده یورو ته رسېږي.
مارټین په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې دا کمپنۍ په بشپړ ډول خپله کړه. دی اوس هم د کورنیو توکو د دې مشهورې کمپنۍ چلوونکی دی.
نوموړی پر دې کمپنۍ سربېره د « مېریون» په نوم د هوټلو په یوه ستر ګروپ کې او د « سنډي ترېبیون» په نوم په یوه ورځپاڼه کې هم ونډې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د نهمې نېټې د شمېرو له مخې د مارټین ناټون پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په خپل هېواد ایرلنډ کې درېیم ځای لري.
نوموړي واده کړی، دری اولادونه لري او د ایرلنډ په « میرث» سیمه کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ