
دسرطاني ناروغیو کارپوهانو دا ځل داسې څېړنه کړې ده، چې هیچا یې اټکل نه کاوه،دوی وايي: دشین چای په څښلو کې افراط ددې لامل کېدای شي، چې دسرطان لامل شي.
دکارپوهانو یوه ډله وايي: که په منظمه توګه شین چای وڅښل شي دا به ددې لامل شي، چې سرطان رامنځته کړي او یا لږ تر لږ ورسره د سرطان په رامنځته کېدو کې مرستندویه رول ولوبوي.
شین چای دانسان په بدن کې دځانګړي ژن، چې دP53 سمبول ورته کارول کیږي رامنځته کوي،پخوا څیړنو ثابته کړې ده دا ژن دانسان په بدن کې دسرطاني تومور رامنځته کوي.
دا علمي ګروپ وايي: دانسان په بدن کې دکم اندازې ژن دانسان بدن ته کوم ګواښ نه دی، خو که دا اندازه زیاته شي بیا یې ګواښ دکنترول وړ نه دی او شین چای همدا سرطاني تومور ته زمېنه برابروي، چې وده وکړي.
دڅيړنې پایله وايي: هغه کسان، چې دشین چای په څښلو کې افراط کوي، ځانونه دسرطان له ګواښ سره مخ کوي.
څېړنه وايي: په شین چای کې دشته موادو داغیز له څیړنې وروسته ، چې دانسان پر بدن څومره اغیز لري، دا هم جوته شوې ده، چې په شین چای کې داسې مواد شته، چې دژن P53 اندازه زیاتوي.
څيړنې دشین چای پر ځانګړنو پوره بحث نه دی کړی،خو دا یې ویلي دي، چې دشین چای په څښلو کې افراط ونه کړي.
پخوا څيړنو ثابته کړې ده، چې شین چای د بوډاتوب مخه نیسي، دمخ پوست تازه ساتي، خو که چیرې یې په څښلو کې افراط وشي دا ټولې ځانګړنې له منځه وړي.