
په ژمي کې یو شمېر خلک له بازاره ویټامین C رانیسي، خو یو شمېر خوراکي توکي کولای شي، چې دانسان بدن ته دومره څه ورکړي، چې دمصنوعي ویټامین ځای ونیسي.
په ژمي کې دیخ له کبله له ناروغیو سره مخ کیږوځکه، خو ډیری خلک له بازاره ویټامین رانیسي،چې دخپل بدن دفاعي ځواک پرې پیاوړی کړي.
په المان کې دخوارکي توکو ټولنه وايي: ددې پر ځای، چې مصنوعي ویټامین مصرف کړو باید سبزي او میوې وخورو، چې دویټامین C تشه رامنځته نه شي.
مرچک دویټامین C تر ټولو ښه زیرمه او طبیعي درملتون بللې شو.
که یو څوک په ژمي کې غواړي له درملتون څخه دګولیو په بڼه جوړ شوي ویټامین C راونیسي بی نو غوره ده،چې شین مرچ، کچالو، کاهو ته پاملرنه زیاته کړي.
کارپوهان وايي: دزکام دمخنیوي لپاره باید په منظمه توګه د درمل له خوړو ډډه وشي، مرچ کولای شي له دې ستونزې مو خلاص کړي.